دلوبغاړو په اړهنړیوال کریکټ

بین سټوکس د هندوستان څخه د غچ اخیستلو ګواښ وکړ.

انګلستان کرکټ ملي لوبډلې هندوستان ته یو اوږد او ناکامه سفر تېره میاشت پای ته ورسوۀ چې څلور ټیسټ، درې یو ورځنۍ او پنځه شل اوریزه سیالیو درې واړه لړۍ یې کوربه هېواد ته وبایللې.

له دغه لړۍ بایللو وروسته انګلستاني الراونډر «بین سټوکس» په تازه څرګندونو کې ویلي دي چې لوبډله او لوبغاړي یې په دې تمه انتظار باسي ترڅو د هند خلاف بایللي سیالیو غچ بېرته واخلي.

ټاکل شوې ده چې هندۍ کرکټ ملي لوبډله به روان ۲۰۲۱م کال کې انګلستان ته سفر وکړي چې د کوربه لوبډلې خلاف به د پنځو ټیسټ سیالیو لړۍ د اګست او سپټمبر میاشتو کې ترسره کړي چې پیل یې د اګست په ۴ مه نېټه کیږي.

بین سټوکس چې د هندوستان خلاف درې واړه فارمټو کې د انګلستانۍ لوبډلې برخه وه په تازه څرګندونو کې وویل چې لوبغاړو یې د هند خلاف بایلل شوي سیالۍ ندي هیرې شوي، دوی په دې تمه دي چې په خپل کوربتوب ښې سیالۍ ترسره کړي او د هندوستان څخه د خپلو سیالیو غچ واخلي.

نور خان اشنا

خوست ولایت کې د افغان کریک انفو خبریال او د افغان کریک انفو د لوبو د لایف خپرولو مسؤل

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې