دلوبغاړو په اړهنړیوال کریکټ

بابر اعظم به له ویراټ کوهلي مخکې شي.

که څه هم کرکټ نړیوالې شورا ترواسه تازه درجه بندي نده اعلان کړې،خو د سویلي افریقا لوبډلې په وړاندې سیریز کې بریا او د بابر اعظم ښه ځلیدل به ددې باعث شي،چې نوموړی به د یو ورځنیو لوبو په تازه درجه بندۍ کې له ویراټ کوهلي وړاندې او لومړی مقام به خپل کړي.

بابر اعظم چې ویراټ کوهلي څخه د یو ورځنیو لوبو په درجه بندۍ کې یوازې پنځمه نمرې وروسته دی،په لومړی لوبه کې سلیزه او په دریمه لوبه کې یې ۹۴ منډې جوړې کړې چې پدې سره نوموړی شپږ نمرې ترلاسه کولی شي او له ویراټ کوهلي به یوه نمره مخکیوالی ترلاسه کړي.

د یادونې وړ ده چې پاکستان په درې یو ورځنیو لوبو سیریز کې سویلي افریقا لوبډلې ته (۲-۱) سره ماتي ورکړه او پدې سره لومړی اسیایي لوبډله شوه چې سویلي افریقا خاوره کې دوه ځلې دوه طرفه سیریز اتلوالي خپلوي.

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې