نړیوال کریکټ

ای سي سي: که هند د نړیوال جام کوربتوب ونکړ بل ځای یې هم پلان لرو.

د هند په کوربتوب ۲۰۲۱ کال نړیوال شل اوریز جام ته یوازې شپږ میاشتې پاتي دي خو په یاد هیواد کې د کرونا دوهمې څپې زور کړی او تیره ورځ پکې (یو لک پنځلس زره) د کرونا د نویو مثبتو پيښو راپور ورکړل شو.

په یاد هیواد کې د کرونا د نویو پيښو زیاتیدو سره یو ځل بیا دا ویره موجوده ده چې نړیوال جام سیالۍ ونه ځنډیږي.خو کرکټ نړیواله شورا وایي که چیرې هند د نړیوال شل اوریز جام کوربتوب ترسره نکړ «بیک اپ» پلان هم ورته لري.

د کرکټ نړیوالې شورا موقت اجراییه مشر جیف الرډیک وویل:” هو! مونږ د نړیوال جام ترسره کولو لپاره “بیک اپ” یا بل ځای ترسره کولو پلان هم لرو،خو په اوس وخت کې مونږ دغه پلانونه په کار ندي اچولي،لومړی غواړو چې نړیوال شل اوریز جام د مهال ویش مطابق په هندوستان کې ترسره شي.که چیرې لومړي پلان کار ورنکړ،دوهم پلان په عملي کولو به کار پیل کړي، خو لا هم نړیوال جام ته ډیر وخت پاتي دی او پدې موده کې به دوی حالت له نږدې تعقیب کړي.”

“مونږ له بي سي سي ای یا هند کرکټ بورډ سره د نړیوال جام په ټولو اړخونو کار کوو.مګر مونږ ددې ترڅنګ “بیک اپ” یا بل ځای ترسره کولو پلان هم لري.دغه پلان هغه وخت ترسره کیدلی شي چې وخت یې را ورسیږي.”

په ورته وخت کې هند کرکټ بورډ خبر ورکړئ،چې دوی به د روانې اپریل میاشتې په ۱۶مه نېټه د شورا اوومه ستره ناسته ولري او په یاده ناسته کې به د نړیوال شل اوریز جام د پلان سربیره،کورنیو سیالیو او همداشان په ۲۰۲۸ کال المپایکي سیالیو کې د کرکټ په شاملولو هم بحث او خبرې اترې وکړي.

ټاکل شوي چې د ۲۰۲۱ کال نړیوال شل اوریز جام سیالۍ به د مهال ویش له مخې د اکتوبر او نومبر میاشتو ترمنځ په هندوستان هیواد کې ترسره شي.

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې