دلوبغاړو په اړهنړیوال کریکټ

افریدي د سویلي افریقا کرکټ بورډ ته سخت په غوسه دی.

شاهد افریدي د سویلي افریقا کرکټ بورډ له هغې پرېکړې څخه خوښ نه دی چې د پاکستان سیالۍ په میځ کې د دوی ځینې مهمو لوبغاړو ته اجازه ورکړله شوه ترڅو هند ته سفر وکړي او د «ای پي ایل» لوبو کې ګډون وکړي.

ډیویډ ملر ، کوینټن ډيکاک ،انریچ نورټجي، کاګیسو رباډا او لونګي نګیدي د چهارشنبه په ورځ د سویلي افریقا او پاکستان ترمنځ د درېمې یو ورځنۍ لوبې څخه وړاندې ›ای پي ایل» کې د ډون په موخه هندوستان ته روان شول.

د دغه لوبغاړو له تګ وروسته شاهر افریدي په خپل ټویټر ولیکل” ډېر د خواشینۍ ځای دی کله چې زموږ نړیوال کرکټ د شخصي لیګونو قرباني کیږي، ځې بیا له سره بیا غوره ته اړتیا لري.

دا په شپږو دوه اړخیزو لړیو کې لومړی ځل دی چې مېلما لوبډله په سویلي افریقا کې د یو ورځینیو لوبو لړۍ ګټي، ځکه چې د سویلي افریقا سره پنځو مهمو لوبغاړو نه شتون دا دې لامل شو چې پاکستانۍ لوبډله لړۍ وبایلي.

د سویلي دغه پنځه مهم لوبغاړي به «ای پي ایل» کې د ګډون له وجې د پاکستان خلاف پاتې څلور شل اوریزه سیالیو کې هم ګډون ونلري چې پاکستان ته یې د ګټل زرین چانس په لاس ورغلی.

نور خان اشنا

خوست ولایت کې د افغان کریک انفو خبریال او د افغان کریک انفو د لوبو د لایف خپرولو مسؤل

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې