مقالې

ګنګولي وایي چې د نورې نړۍ په پرتله هندي لوبغاړي د ډېر زغم وړ دي.

د هندۍ لوبډلې پخوانی لوبډلمشر او “بي سي سي ای” اوسنی مشر «سارو ګنګولي» وایي چې د کرونا وایروس په شتون کې محدود یاتونه سخت دي، خو د نورې نړۍ په پرتله هندي لوبغاړي د ډېر زغم وړ دي.

ګنګولي زیاته کړه چې د لوبغاړو دپاره اسانه کار ندی چې د نړیوالې ناروغۍ کرونا وایروس محدود یاتونو سره سره هم پرلپسې ولوبیږي، دوی د لوبو په جریان کې یوازې د هوټل خونې او بیا له خونې څخه میدان ته د تګ اجازه لري، دا ډېره سخته ده او لوبغاړي د ذهني فشار سره مخ کیږي.

ګنګولي وویل چې د تېر فصل «ای پي ایل» لیګ وروسته هندي لوبغاړو استرالیا ته سفر وکړ، له اوږده سفر وروسته بیا په خپل کور کې د انګلستان خلاف ولوبېدل، له هغه وروسته یوځل بیا د «ای پي ایل» لیګ سیالیو ته چمتو دي.

ګنګولي وویل چې استرالیاوي لوبغاړو د هند خلاف سیالۍ ترسره کولو وروسته سویلي افریقا ته یو مهم سفر لغوه کړ چې په ګټلو سره یې د چیمینز شپ پایلوبې ته لار پیدا کولای شوه، خو د کرونا وایروس محدود یاتونو له وجې استرالیاوي لوبغاړو مقامت ونه شو کړی چې سویلي افریقا ته سفر وکړي.

ګنګولي وایي چې د «ای پي ایل» وروسته هم هندۍ لوبډله بوخت مهالویش لري، نو لوبغاړي یې باید همداسې زغم ولري او د کرونا وایروس محدود یاتونو سره پرته له ذهني فشار ځانونه عادت کړي.

نور خان اشنا

خوست ولایت کې د افغان کریک انفو خبریال او د افغان کریک انفو د لوبو د لایف خپرولو مسؤل

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې