دلوبغاړو په اړهلیګونه

ګمبیر: مکسویل د ډیرو ای پي ایل ټیمونه لپاره لوبیدلی،خو بیا هم ښه لوبغاړی ندی پاتي شوی.

د کلکتې لوبډلې پخوانی کپتان ګوټم ګمبیر وایي،اسټرالیاوی ګلین مکسویل په ډیرو ای پي ایل ټیمونو کې لوبیدلی،خو سره ددې بیا هم له نوموړي یو دوامدار او ښه لوبغاړی ندی جوړ شوی.

د ګمبیر له قوله سږ کال به د هغه دا څلورم ټیم وي چې نوموړی ورته لوبه کوي.

“که حقیقت ووایم،که چیرې مکسویل په ای پي ایل کې ښې لوبې کړی وای،نو هغه به په ډیرو ټیمونو کې نه وای لوبیدلی،علت یې دا دی چې نوموړی په ډیرو ټیمونو کې لوبیدلی،خو سره ددې بیا هم یو ښه لوبغاړی ندی پاتي شوی.

مونږ داسې نه وایو چې هغه ته خپلواک اختیار د ټیمونو لخوا ندی ورکړل شړی،بلکې په تیر کې د ټیمونو لخوا ښه ازادنه واک او اختیار هم ورکړل شوی دی.کله چې په ډهلي لوبډله کې وو،ښه خپلواکي هم ورکړل شوي وه.زیاتره ټیمونه او روزونکي هغه ته د خپلواکې لوبې اختیار پدې ورکوي،چې د دوی لپاره مهم لوبغاړی دی.خو تر ټولو بدبختي د هغه لپاره دا ده چې سره د دومره اختیاره بیا هم یو محکم لوبغاړی ندی پاتي شوی.زما په خیال که چیرې هغه ښې لوبې کړي وای،یوې لوبډلې به هم نه وای خوشی کړی او له ځان سره به یې ساتلی وو.رسل د کې کې ار لپاره ښې لوبې کړي،ځکه خو په یوې لوبډلې کې تردې دمه پاتي شوی دی.”

“یوازینی علت چې لوبډلې هغه خواشی کوي دا دی چې د هغوی لپاره یې ښې لوبې ندي کړي.”

ګمبیر په وینا،پدې هیله چې نوموړی د ار سي بي لپاره ښې لوبې وکړي،ترڅو راتلوونکي کې یې له ځان سره وساتي.

د یادونې وړ ده چې په ګلین مکسویل هغه مهال د مینه والو لخوا زیاتې نیوکې وشوې،چې د اسټرالیا لپاره او همداشان یې پخپل لیګ کې ښې لوبې وکړې،خو په ای پي ایل کې یې ترسره نه کړې،سربیره پردې چې نوموړی د لوبډلو لخوا په لوړه بیه هم اخیستل شوی دی.

د ګمبیر په خبره د بنګلور لوبډلې جوړښت ته په کتو سره شاید مکسویل په څلورم پوزیشن لوبې ترسره کړي او نوموړی ښه چانس لري،ترڅو خپله وړتیا پکې وښي.

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې