
کپل دیو: ریشاب پانټ ۲۶ سلنه چانس لري، ترڅو د ای پي ایل سرلیک وګټې
ټاکل شوې ده، چې هندوستانی لوبغاړی ریشاب پانټ د لومړي ځل لپاره د کیپتانۍ مسؤلیت پر غاړه واخلي او سږ کال به د ډهلي کپټلز لوبډله د شریاس ائیر په نشتون کې رهبري کړې خو له بلې خوا د پانټ په اړه ډیری کریکټ لوبغاړو او مبصرینو هم نظرونه ورکړې دي چې له ډلې یې کپل دیو هم د نوموړي په تړاو څرګندونې کړې دي.
کپل دیو وایي، زه نشم ویلای چې هغه به د ای پي ایل د اتلولۍ جام په لومړي سر کې وګټې خو مکر یو څه سلنه چانس شته دی، چې د ای پي ایل سرلیک پورته کړې. دا به لومړی ځل وي، چې پانټ به د ای پي ایل په تاریخ کې کیپتاني ترسره کوي.
کپل دیو د پانټ او د هغه د لوبډلمشرۍ په اړه ABP نیوز ته په خبرو کې داسې وویل: ((هو، له ۲۵ څخه تر ۲۶ سلنې یا فصیدۍ پورې چانس (موقعه) شته دی، چې د ای پي ایل سرلیک وګټې. زه په دې اړه ډېر تمرکز نه کوم هغه نوی کیپتان دی او ډیرې تجربې ته اړتیا لري.))
د یادولو وړ ده، چې پانټ له ۲۰۱۶ م کال راهیسې په هندوستان غوره لیګ کې د ډهلي کپټلز لوبډلې لپاره لوبېږي. هېره دې نه وې چې هندوستان غوره لیګ به د اپرېل په نهمه نېټه پیل شي.