دلوبغاړو په اړه

ډیويډ مېلن: په لومړي مقام کیدل دا معنا نده چې هر وخت په ۴۰ توپونو سلیزه ووهې.

ډیویډ د انګلستان کرکټ ملي لوبډلې یو پياوړی هیټر لوبغاړی دی،نوموړي خصوصا په شل اوریزو لوبو کې یو بهترین کرکټر شمیرل کيږي.

نوموړی په ای پي ایل سيالیو کې د پنجاب کینکز لوبډلې لخوا اخیستل شوی دی او لومړی ځل به یې وي چې په یاد لیګ کې راښکاره کيږي.
ډيويډ مېلن چې څلور کاله وړاندې نړیوال کرکټ کې راڅرګند شوی دی،په شل اوریزو لوبو کې یې د بیټينګ یا توپ وهنې اوسط (۵۰،۱۵) دی او سټرایک رېټ یې (۱۴۴،۱۳) دی.

نوموړي پخپله وروستۍ مرکه کې ویلي،هدف یې د شل اوریزو لوبو ترڅنګ په ټيسټ کرکټ کې لوبیدل دي.

نوموړي مرکې لنډیز ته مو پام راګرځوم.
تاسو په شل اوریزو لوبو کې تر ډيره په لومړي مقام پاتي شوی یاست،خو سره ددې یې بیا هم ډير وخت ونه نیوه چې تاسو په ای پي ایل کې واخیستل شئ؟

ډیويډ مېلن: لومړی چې تاسو په یوه ټورنمېنټ کې اخیستل کیږي،ښه لوبغاړی واوسئ.کله چې تاسو مسلسل کرکټ لوبې هم ونه کړئ او بله دا چې په ای پي ایل کې انګلستاني روزونکي هم نه وي،ستونزمنه ده چې په لوبډله کې واخیستل شئ.تاسو وینئ چې ای پي ایل کې زیاتره اسټرالیاوي روزونکي دي.

دوهم هدف مو د انګلستان کرکټ لوبډلې لپاره د ټيسټ کرکټ لوبې ترسره کول دي او په همدې مو هم پلان روان کړی دی.دا ځکه چې که چیرې تاسو په ای پي ایل کې نه یاست،نو حتما په کال کې لږ تر لږه شپږ یا اته ټيسټ لوبې هم ترسره کړئ او که ای پي ایل وي،هغه هم ورسره ولوبوئ،چې دا د یوه لوبغاړي لپاره ډير ګټور ثابتیږي.

تاسو وویل چې لومړی هدف مو په ټيسټ کرکټ تمرکز دی،زیاتره توپ وهونکي چټک پارمټ ته غورولی ورکوي…زیاتره لوبغاړي بیا مستقیما له شل اوریز پارمټ څخه مستقمیا ټيسټ ته ځي.

ډيویډ مېلن: اوس وختونه هم بدل شوي دي خو که چیرې تاسو په شل اوریز پارمټ کې بهترین لوبغاړو ته نظر وکړئ هغه اوسمهال ویراټ کوهلي،روهیت شرما،کریس ګېل او نور لوبغاړي دي.دوی ټول ان،سلو ټيسټ لوبو ته نږدې دي.د دوی اساسي او مسلکي لوبې کولو علت دا دی چې تر یوه وخته یې د ټیسټ کرکټ لوبې ترسره کړي دي.

زما په نظر اوسني ځوان لوبغاړي چې زیاتره په سپين توپ یا لنډ پارمټ لوبې کوي یا یې ګوري.اساسي لوبه نشي کولای.که چیرې دوی یو ځل په شل اوریز پارمټ کې ناکام یا پاتي راشي،دوی بیا داسې کوم څه نه لري چې بیرته واپسی وکړي.نو له همدې کبله ټيسټ کرکټ کول د یوه لوبغاړي لپاره ډير اساسي رول لري او د دوی سره د تخنیکي لوبې په برخه کې مرسته کوي.

څه پلان لرې چې هغه لویې تمې چې له تا کیږي ییا یې وزغمې؟
ډيويډ مېلن: توقع او انتقاد دا د لوبې برخه وي.مونږ ټول انسانان یو،کله به داسې وخت وي چې تاسو به هیڅ بیټينګ ونکړئ او داسې وخت به هم وي چې تاسو به شپږیزې له میدان بهر کوئ.تاسو باید هغه شان لوبه وکړئ چې تاسو یې غواړئ،نه داسې لوبه چې د خلک یې له تا غواړي.

خلک شاید فکر وکړي چې تاسو خو د شل اوریزو لوبو لومړي مقام لرونکي لوبغاړي یاست او تاسو باید هر وخت په ۴۰ توپونو سلیزه جوړه کړئ.دا د لوبې برخه نه وي.هغه خلک چې په تاسو انتقاد کوي،هغوی د شل اوریزو لوبو په اړه نه پوهیږي.شل اوریز پارمټ داسې ندی چې په توپ یا بال پسې رامخکې کیږه او شاټونه وهه.شل اوریز پارمټ کې ملګرتیا ته او اننګزونو لوبولو ته ضرورت دی.نو پداسې حالت کې تاسو باید د خلکو نیوکې یوې خوا کړئ او د ټیم په ګټه لوبه وکړئ.

په اي پي ایل کې په څووم پوزیشن لوبیدل وي،د انګلستان لپاره خو په دریم پوزیشن لوبیږئ؟
ډیویډ مېلن:خلکو څخه به دا هیره وي چې ما په اوپنینګ د انګلستان لپاره لوبې ندي کړي.دریم پوزیشن یوازینی پوزیشن وو چې زه پکې ووم.اکثره وخت مو د انګلستان لپاره په دریم،څلورم او پنځم پوزیشن لوبې کړي.که په هر پوزيش وي زه لوبه کولای شم.

دا ای پي ایل به د راتلوونکي نړیوال جام لپاره چې په هند کې کیږي،څومره مهم وي؟
ډیویډ مېلن:ټول انګلستاني لوبغاړي چې دلته ای پي ایل کې دي،د دوی پدې پوهیږي چې دا سيالۍ به د دوی لپاره ډیرې مهمې وي او د زده کړې یو ښه چانس وي.ایون مورګن لدې وړاندې هندوستان ته روانیدو پر مهال ویلي وو،دلته په ای پي ایل کې ځینې داسې انګلستاني لوبغاړي شته چې زیاتې لوبې یې هند خاوره کې ندي کړي او د دوی لپاره به دا د زده کړې او تجربه یوه ښه پروسه وي.د راتلوونکي نړیوال جام لپاره ښې تجربې خاصلولی شي.

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې