دلوبغاړو په اړه

په معین علي د ارچر ننګه او بنګالۍ لیکواله یې خاموشه کړه.

تیره ورځ په ټولنیزه رسنۍ ټویټرپاڼه باندې د بنګله دېش مشهورې لیکوالې تسلیمه نصرین لخوا د انګلستاني الراونډر معین علي خلاف ټویټ وشو.

نوموړې پخپله ټویټ کې وویل،که چیرې معین علي کرکټ نه کولئ،اوس به په سوریا کې له داعش ډلې سره یو ځای وئ.

د نوموړې یاد ټویټ په ټولنیزو رسنیو کې غصې را پورته کړې.

جوفرا ارچر چې د انګلستان کرکټ ملي لوبډلې یو پیاوړی چټک توپ اچونکی دی او نوموړی په ټولنیزو رسنیو کې یو چاته په ژر ځواب ورکولو شهرت لري.

نوموړي هم د خپل ټیم پر ملګري خلاف عمل ونه زغمه او بنګالۍ لیکوالې ته یې ځواب ورکړ.

تسلیمه نصرین پخپل لومړي ټویټ کې لیکلي ول:” که معین علي کرکټ نه کولئ.هغه به وړاندې په سوریه کې له داعش ډلې سره یو ځای وئ.”

د یاد ټویټ په ځواب کې ارچر ورته ولیکل:”ته سمه یې؟فکر نه کوم چې تاسو دې هم سمه وی.”

وروسته له هغې چې د تسلیمه نصرین ټویټ په اړه منفي عکس العملونه را پورته شول.هغه اړه شوه چې خپل ټویټ ډیلیټ کړي.

نوموړې په دوهم ټویټ کې بیا ولیکل چې نفرت اچوونکي پدې ښه پوهیږي چې زما ټویټ د معین علي په اړه یو پیغور وو.مګر دوی هڅه کوي چې ما پدې تعصب کړي چې ګواکې د اسلامي چوکاټ خلاف کار یې کړی.زما مقصد داعش ډلې ته وو چې د ښځو خلاف دي.

ارچر همدې پوسټ کې هم تسلیمه نصرین کلین بولډ کړه او ورته ویې لیکل:” د څه شي پیغور؟هیڅوک په هغه پسې نشي خندلی او ان تاسو هم!..تاسو کولی شئ چې خپل ټویټ ډېلیټ کړئ.”

نور خان اشنا

خوست ولایت کې د افغان کریک انفو خبریال او د افغان کریک انفو د لوبو د لایف خپرولو مسؤل

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې