دلوبغاړو په اړهنړیوال کریکټ

پاکستان د زمبابوې او افریقا خلاف پاتې سیالیو دپاره لوبډله کې ستر بدلون رامنځته کړ.

د پاکستان سلیکشن کمېټې لیک بریک ورو توپ اچونکی «زاهد محمود» وروسته له هغې د زمبابوې خلاف شل اوریزه نوملړ کې اضافه کړ چې د پاکستان لوبډلې مرستیال لوبډلمشر «شاداب خان» د سویلي افریقا خلاف دوهمه یو ورځنۍ سیالۍ کې د ټپ له امله د زمبابوې او سویلي افریقا خلاف پاتې سیالیو څخه بهر شو.

لیک بریک ورو توپ اچونکی زاهد محمود اصل کې د زمبابوې خلاف د دوه ټیسټ سیالیو په نوملړ کې اعلان شوی و خو د شاداب خان له ټپي کېدو وروسته نوموړی شل اوریزه نوملړ ته اضافه شو.

بلخوا پښتون پیلیز توپ وهونکی «فخر زمان» چې د زمبابوې او سویلي افریقا خلاف یوازې یو ورځنیو سیالیو ته انتخاب شوی و، نوموړی د سویلي افریقا خلاف یو ورځنیو سیالیو کې له ځلېدو وروسته د سویلي افریقا خلاف شل اوریزه نوملړ ته هم اضافه شو.

ټاکل شوې ده چې د سویلي افریقا او پاکستان ترمنځ د څلورو شل اوریزه سیالیو لړۍ د روانې اپریل په ۱۰ مه نېټه پیل شي پداسې حال کې چې د پاکستان او زمبابوې ترمنځ سیالۍ به د اپریل په ۲۱ مه نېټه پیل شي.

نور خان اشنا

خوست ولایت کې د افغان کریک انفو خبریال او د افغان کریک انفو د لوبو د لایف خپرولو مسؤل

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې