
پاکستان توپ وهوونکي فخر زمان د سلیزې په وهلو سره ریکارډ جوړ کړ
د پاکستان او جنوبې افریقا کریکټ لوبډلو ترمنځ په سنچورین کې برخلیک ټاکوونکي سیالۍ دوام لري. چې پاکستاني توپ وهوونکي فخر زمان د سلیزې په وهلو سره پاکستانۍ لوبډلې ته یو ښه پیل ورکړ.
فخر زمان په درېمه او وروستۍ لوبه کې یو ځل بیا د پاکستان کریکټ ټیم لپاره سلېزه ووهله، چې په دې سره نوموړي د پخواني وېسټ انډېزي لوبغاړي ویوین ریچارډز ریکارډ هم مات کړ.
نوموړي د پنځوس اورېز کریکټ په تاریخ کې په لومړنیو پنځوسو اننګزونو کې د زیاتو منډو جوړولو ریکارډ مات کړ او په دغه لیسټ کې یې له هاشم املا وروسته دویم مقام خپل کړ. د دې سلیزې په وهلو سره فخر زمان د پنځوس اورېز کریکټ په لومړنیو پنځوس اننګزونو کې ۲۲۶۲ منډې جوړې کړې.
چې له دې وړاندې په دغه لیسټ کې د وېسټ انډیزې ویوین ریچارډز، ظهیر عباس او شای هوف نومونه شامل وه. هغه لوبغاړي چې د پنځوس اورېز کریکټ په تاریخ کې یې د لومړنیو پنځوسو اننګزونو پر مټ زیاتې منډې کړې دي، په لاندې ډول دي:
هاشم املا : ۲۴۸۶
فخر زمان : ۲۲۶۲
شای هوف: ۲۲۴۷
2234: ظهیر عباس
ویوین ریچارډز : ۲۲۰۸
جوناتن ټروټ : ۲۱۶۰