دلوبغاړو په اړهنړیوال کریکټ

پاکستان الاصله زمبابوی لوبغاړی د پاکستان خلاف سیالیو کې نه لوبیږي.

د زمبابوې کرکټ ملي لوبډلې الروانډر لوبغاړی سکندر رضا د ښي لاس د عملیاتو له کبله د پاکستان په وړاندې له سيالیو بهر شو.

سکندر رضا چې د افغانستان خلاف وروستي سيریز کې هم په زمبابوې لوبډله کې شامل وو،تېره جمعه یې د لاس عملیات کړي دي.

نوموړي ویلي،عملیات یې په بریا سره سرته رسیدلي او اوسمهال یې په ورو توګه تمرینات پيل کړي،ترڅو راتلوونکي د لوبو لپاره آماده شي.
ټاکل شوي چې زمبابوې کرکټ ملي لوبډله به پخپل کوربتوب له پاکستان سره دوه ټيسټ او درې شل اوریزې لوبې ترسره کړي.

د دواړو لوبډلو ترمنځ د سیریز پیل به په شل اوریزو لوبو وشي،چې لومړی لوبه به یې د اپریل په یوويشتمه نېټه ترسره شي.

دوهمه سيالي به د اپریل په ۲۳مه او ۲۵مه نېټه ترسره شي.
لومړی ټیسټ لوبه به د مۍ میاشتې په دریمه او دوهمه به یې د مۍ میاشتې په اوومه نېټه ترسره شي.
پاکستان کرکټ ملي لوبډله چې اوسمهال په سويلي افریقا کې له کوربه هیواد سره په لوبو بوخته ده.په پام کې ده چې د روانې میاشتې په ۱۷مه نېټه به په هرارې لوبغالي کې ښکته شي.

زمبابوې لوبډلې روان کال ښه پیل نه درلوده او یاده لوبډله د افغانستان لخوا په شل اوریزو لوبو کې په کلین سويپ سره له ماتي سره مخ شوه،خو د افغانستان سره یې بیا د دوو ټيسټ لوبو سیریز مساوي پای ته ورسوه.

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې