لیګونه

واو محمد نبي او مجیب په تمریني لوبه کې زبردسته لوبه وکړه.

دا چې څوارلسم پړاو ای پي ایل سیالیو ته یوازې دوه ورځې پاتي دي او ټولو لوبډلو ورته د ښه چمتوالي په موخه سخت تمرینات پیل کړي دي.

ټولې لوبډلې د تمریني کمپ پر مهال زیاتره وخت تمریني لوبې پخپلو منځونو کې ترسره کوي.

د سنرایزرس حیدراباد لوبډلې د ننۍ ورځې په تمریني کمپ کې افغان الراونډر محمد نبي عیسی خېل زبردسته لوبه ترسره کړي.

نوموړي د توپ وهنې په برخه کې په ۳۴ توپونو لومړی ۴۸ جوړې کړې.

افغان بل لوبغاړي او ورو توپ اچونکي مجیب الرحمان بیا د ۱۷ منډو په بدل کې څلور ویکټې ترلاسه کړې.

په یاده تمریني لوبه د مانیش پانډې تر مشرس لاندې لوبډلې یې په شل اورونو کې د څلورو لوبغاړو په سوځیدو ۱۶۹ منډې جوړې کړې.

په ځواب کې یې د جوني بېرسټو تر مشرۍ لاندې لوبډلې ۱۳۹ منډې جوړې کړې او سیالي یې د ۳۱ منډو په توپیر بایلوده.

ټاکل شوي چې ای پي ایل سیالۍ به د جمعې په ورځ د ممبۍ انډیانز او رویل چیلینجرز بنګلور لوبډلې په لوبې سره پیل شي.

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې