ریکارډونهلیګونه

هغه توپ اچونکي چې له ۲۰۰۸م کال راهیسې یې د «ای پي ایل» په یو سیزن کې زیاتې ویکټې اخیستي دي.

د هند غوره لیګ «ای پي ایل» وروسته له هغې په ۲۰۰۸م کال په لومړي ځل پیل شو چې د کرکټ نړیوالې شورا «ای سي سي» له دغه لیګ یو کال دمخه شل اوریزه نړیوال جام په ۲۰۰۷م کال کې ترسره کړ.

په لومړي پړاو هند غوره لیګ سیالیو د نورو پخوانیو لوبغاړو ترڅنګ پاکستانی لوبغاړو هم برخه واخیسته چې هغه وخت د هند او پاکستان ترمنځ سیاسي اړبکې دومره پبچلي نه وې.

راځئ چې د ۱۳ کلن هند غوره لیګ به تاریخ کې هغه توپ اچونکي در وپیژنو چا چې د دغه لیګ په یو سیزن یا فصل کې زیاتې ویکټې اخیستي دي.

لومړی: پاکستانی چټک توپ اچونکی «سهیل تنویر» په ۲۲ ویکټو اخیسو سره د ۲۰۰۸م کال لومړي فصل مخکښ ویکټو اخیستونکی توپ اچونکی وو.

دوهم: ار پي سینګ په ۲۰۰۹م کال کې په ۲۳ ویکټو سره د سیزن مخکښ ویکټ اخیستونکی توپ اچونکی و.

دریم: پرګین اوجاه په ۲۰۱۰م کال او دریم فصل کې په ۲۱ ویکټ اخیستو سره د سیزن مخکښ ویکټ اخیستونکی توپ اچونکی و.

څلورم: لاست مالېنګا په ۲۰۱۱م کال کال او څلورم فصل کې په ۲۸ ویکټ اخیستو سره د فصل مخکښ ویکټ اخیستونکی توپ اچونکی و.

پنځم: مورني مورکل په ۲۰۱۲م کال او پنځم فصل کې په ۲۵ ویکټو اخیستو سره د فصل مخکښـویکټ اخیستونکی توپ اجونکی و.

پهذهمدې ترتیب سره ۲۰۱۳م کال کې ډویون براوو په ۳۲ ویکټو، ۲۰۱۴م کال کې موهیت شرما په ۲۳ ویکټو، په ۲۰۱۵م کال کې ډیون براوو په ۲۶ ویکټو، ۲۰۱۶م ۱۷ کال کې بهویشور کمار په ترتیب سره ۲۳ او په ۲۶ ویکټو، ۲۰۱۸م کال کې انډري ټای په ۲۴ ویکټو، ۲۰۱۹م کال کې عمران طاهر په ۲۶ ویکټو او ۲۰۲۰م کال کې کاګیسو رباډا په ۳۰ ویکټو اخیستو سره د یو فصل مخکښ ویکټ اخیستونکی توپ اچونکی و.

نور خان اشنا

خوست ولایت کې د افغان کریک انفو خبریال او د افغان کریک انفو د لوبو د لایف خپرولو مسؤل

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې