مقالې

له معین علي تر راشدخان اسلامي مبارزه د کرکټ په نړۍ کې


لکه څنګه چې کرکټ یوه نړیواله لوبه ده، د نړۍ نږدې هر هېواد د کرکټ لوبډله لري او زیاتره هېوادونه یې آن د ملي لوبې په حیث پیژني، له مسلمو نیولې تر غیرې مسلمو د نړۍ ډیره برخه ځوانان پرې اخته دي، ددې لوبې له لارې هم ورزش کوي چې بدن یې روغ وي او هم د نفقې د پیدا کولو لپاره زیار باسي.

خو د کرکټ په دغه لویه دنیا کې بیا مسلمان لوبغاړو د کرکټ د بریاو ترڅنګ یوه بله اسلامي مبارزه هم روانه کړې چې د نړۍ په ګوټ ګوټ کې خلکو ته ښایي چې مسلمه امت د حرامو او ناروا څیزونو نه منوونکی دی په همدې خاطر موږ او تاسو ډیرو لیدلي چې د کرکټ په نړۍ کې هره لوبډله او د هغې لباس د ځینو لویو شرکتونو لخوا سپانسر کیږي چې زیاتره وخت په تجارتي لیګونو کې دا سپانسر د شرابو او ځینو ناروا کلپونو د کمپنیو لخوا هم اخستل کیږي، خو مسلمان لوبغاړو بیا د همدې ناروا څیزونو د نشرولو په برخه کې مبارزه کړې ده او دایې نړیوالو ته ښودلې چې اسلام ريښتینی دین او ناروا څیزونه نه خوښوي.

معمولاً سپانسر شرکتونه د لوبډلې پر لباس خپله نښه یا لوګو لګوي چې ډیری مسلمان لوبغاړو پر خپل لباس ځینې کفري او ناروا نښو ته د لګیدو اجازه نه ده ورکړي ځکه له دې لارې یې د اسلام مبین دي ريښتینولي ترخلکو رسولې او یوه لویه مبارزه یې کړې ده او کوي یې.

له معین علي راوخله تر راشدخانه هر مسلمان لوبغاړي دې برخه کې مبارزه کړې او د کفري او ناروا نښو اجازه یې نه ده ورکړې نیوز اتلس ویب سایټ د ځینو لوبغاړو نومونه خپاره کړي چې دې برخه کې یې مبارزه کړې ده او د نښو د لګیدو اجازه یې نه ده ورکړې، افغان لوبغاړی راشد خان چې په بیګ باش لیګ کې د ادلایډ سترایکرز لپاره لوبیږي پر خپل لباس د شرابو ویسټ انډ لوګو نه لګوي او نړیوالو ته ښي چې مسلمان یم او له ناروا څیزنو باید ځان وساتم، پاکستانی عماد وسیم چې په سي پي ایل کې ۲۰۱۶ کال کې لوبیده پر خپل لباس یې د رام کمپنۍ کفري لوګو ته د لګولو اجازه ورنکړه، اظهر علي هم په ۲۰۱۹ کال کې پر خپل لباس ټریپیوټ علي کمپنۍ د نښې د لګیدو اجازه ورنکړه، پاکستاني فهیم اشرف په ۲۰۱۹ کې په بلاسټ سیالیو کې دهندي کمپنۍ پلي الي لوګو د لګولو اجازه ورنکړه، مسلمان لوبغاړی هاشم املا چې د سویلي افریقا لوبډلې لپاره لوبیږي هیڅکله یې پر خپل لباس د کسټرلګر لوګو د لګولو اجازه نه ده ورکړې او راپورنه دا هم وایي چې د نه لګولو ټکس یې هم ورکوي.

دا هغه مبارزه ده چې د نړۍ مسلمان لوبغاړو د اسلامي احکامو او اوامرو له مخې کړې او داسې کفري نښو او لوګوګانو ته د لګولو اجازه نه ورکوي په همدې سره یې د اسلام مبارک دين سپیڅلتیا ثابت کړې ده.

او همدا راز یو شمیر غیری مسلمه لوبغاړو هم ځینې وختونو د خپلو شخصي اغراضو له کبله د ځینو نښو د لګولو اجازه نه ده ورکړې لکه ویرات کوهلي چې له ۲۰۱۷ کال راهیسې پر لباس د پیسي او ځینې نورو کمپنیو د لګیدو اجازه نه ورکوي او سچن ټنګولکر په ۱۹۹۶ کال کې یې پر خپل لباس د ټوبکو کمپنۍ د لوګو د لګولو اجازه نه ورکړې.

ریحان الله ممتاز

ریحان ممتاز د لغمان ولایت مرکز اوسېدونکی دی، له ژورنالېزم پوهنځي فارغ او په هندوستان هېواد کې د ژورنالېزم په برخه کې د ماسټري زده کړې کوي. له موږ سره فعال ورزشي خبریال دی.

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې