
شکیب الحسن ممبۍ اینډینز ته چیلینج ورکوي.
د بنګله دیش کرکټ ملي لوبډلې الراونډر «شکیب الحسن» چمتو دی چې د انډین پریمیر لیګ «ای پي ایل» سیالیو ته بېرته راستون شي، وروسته له هغه چې نوموړی په ۲۰۲۰م کال فصل کې د کرکټ نړیوالې شورا یو کلن بندیز له امله ونه لوبېده.
۳۴کلن الراونډر د خپل قرنطین موده پای ته رسولي او تمه کیږي چې د کلکتې نایټ رایډرز سره به راتلونکي رسمي سیالیو کې شتون ولري.
له شکیب الحسن د قرنطین پر مهال یو لړ پوښتنې وشوې، کله چې ترې وپوښتل شول د کوم ریکارډ ماتولو یا جوړولو هیله لرې؟
نوموړي یې په ځواب کې وویل چې غواړي په یوه لوبه کې سلیزه هم ترلاسه کړي او ترڅنګ یې ۵ ویکټې واخلي.
شکیب الحسن په ۲۰۱۴م کال کې د کلکتې لوبډلې سره مل و کله چې یادې لوبډلې د لومړي ځل لپاره د «ای پي ایل» لیګ اتلوالي د ګوتم ګمبیر په مشرۍ ترلاسه کړه، په دغه فصل کې شکیب الحسن د توپ وهنې برخه کې ۲۲۷ منډې او ۱۱ ویکټې ترلاسه کړې.
شکیب الحسن غواړي چې د ممبۍ انډینز پر وړاندې ننګونه «چیلینج» وکړي.

شکیب الحسن د روهیت شرما په مشرۍ داسې لوبډله ته چیلینج ورکوي چې پنځه ځله یې د یاد لیګ سرلیک ګټلی او د تېر ۲۰۲۰م کال فصل اتله لوبډله ده، کلکته به د اپریل په ۱۳مه نېټه د ممبۍ انډینز لوبډلې سره مخ شي چې شکیب الحسن د سلیزې ترڅنګ د پنځو ویکټو اخیستو چیلینج ورکوي، کلکته نایټ رایډرز به له ممبۍ انډینز وړاندې د اپریل په ۱۱ مه نېټه د حیدر اباد لوبډلې سره مخ کبږي.
شکیب الحسن د کلکتې تر څنګ په ۲۰۱۸ او ۲۰۱۹ کالونو کې د ین رایزرز حیدر اباد په ګټه هم لوبیدلی دی، نوموړي په ټولتال «۶۳» ای پي ایل سیالیو کې ۷۴۶ منډې او ۵۹ ویکټې تر لاسه کړي دي.