افغانستان کریکټ

شل کلن چټک بالر فضل الحق فاروقي د هندوانو پام ځان ته راړولی

د افغانستان د کرکټ د ملي لوبډلې او د نولس کلنې لوبډلې پخوانی لوبغاړی فضل الحق فاروقي تیره اونۍ چینای سوپر کینګز لوبډلې د ځان سره په لوبډله کې د نیټ بالینګ لپاره غوره کړ،


فضل الحق فاروقي په چپ لاس چټکه توپ اچونه ترسره کوي چې اوس مهال یې د خپلې بهترینې توپ اچونې پرمټ د ټولو کرکټ څارونکو اومینوالو پام ځان ته راړولی دی،


نوموړی اوس مهال د چینای لوبډلې سره په تمریناتي کمپ بوخت دی او هغوۍ ته په نیټ کې توپ اچونه کوي د فضل الحق فاروقي یوه ویډو چې په تمریناتي سیالۍ کې چینای لوبډلې ته توپ اچونه کوي د بال سرعت او سوینګ یې جلا لیدل کیږي هندي مینوالو بیا د فضل الحق فاروقي په اړه مختلف نظرونه شریک کړي یو لیکلي، زه فکر نه کوم چې په چینای لوبډله کې به د فضل الحق په څير بل چټک توپ اچونکی پيدا شي، یو بل لیکلي، که چيري چینای لوبډله د استرالیایي جوش هزلیوډ پرځای فضل الحق ته په لوبډله کې چانس ورکړي نو لري نده چې غوره توپ اچونه به ترسره کړي،


که څه هم فضل الحق په نیلامۍ کې وړاندې نه شو خو اوس مهال د هندي مینوالو او د کرکټ څارونکو له انده چانس لري چې د چینای سوپر کینګز لوبډلې په ګټه په رسمي سیالیو کې ولوبیږي.

لعل خان ګوهر

لعل خان ګوهر پکتیکا ولایت یوسف خیل ولسوالی میست کلی اوسیدونکې دافغان کریک انفو بنسټګر

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې