مرکې

راشدخان په دې مرکه کې د کریک انفو ۲۵ پوښتنو ته ځوابونه ویلي دي



دا مرکه نړیوالې کریک انفو ویب پاڼې له راشد خان سره کړې ده او راشد د هغوی ۲۵ پوښتنو ته ځوابونه ویلي دي، دې مرکه کې به د راشدخان اړوند ډیر څه زده کړئ، مرکه پخوانۍ ده خو جالبه ده.

پوښتنه: که د کرکټ لوبغاړې نه وای، څه به دې کول؟
ځواب. که د کرکټ لوبغاړی نه وای ډاکتر به وم.
پوښتنه.د کرکټ په لوبو کې مو له کومې لوبې ډېر خوند اخیستی؟
ځواب. په ۲۰۰۶ کې د افریقا او اسټرالیا ترمنځ لوبه چې افریقا د اسټرالیا ۴۳۴ منډې هدف پوره کړی و.
پوښتنه.د کرکټ له لوبغاړو پرته که وغواړې یو بل ورزشکار سره لیده کاته وکړې څوک به وي؟
ځواب: هغه به مشهور فوټبالر کرېسټیانو رونالډو وي.
پوښتنه. خپل اوزګار وخت کې څه کوې؟
ځواب. استراحت کوم خپل اطاق کې.
پوښتنه. که چېري ته له کرکټ پرته بله لوبه کې جایزه ترلاسه کړې هغه به کومه لوبه وي؟
ځواب. فوټبال به وي.
پوښتنه. هغه کوم غوره توپ اچوونکی دی، چې ته ورسره مخ شوی یې؟
ځواب. سونېل نارین
پوښتنه. کوم ډوله ریکارډ جوړول مو خوښیږي؟
جواب. تیزه او چټکه نیمه سلیزه جوړول.
پوښتنه. د ډګر ساتنې لپاره ستاسې خوښې موقیعت کوم یو دی؟
ځواب. مېډان او مېډاف کې ښه ډګر ساتنه کوم.
پوښتنه. کوم هېواد کې مو رخصتي تیرول غواړئ؟
ځواب. مالدیف هېواد زما د خوښې هېواد دی.
پوښتنه. په کرکټ کې مو کوم لوبغاړي ته توپ اچونه خوښېږي؟
ځواب. هندوستاني سچین ټېنډولکر ته.
پوښتنه. میدان ته له ښکته کېدو مخکې ویریږې کنه؟
ځواب. نه
پوښتنه. کوم لوبډلمشر سره خوښ یې په میدان کې؟
ځواب. اصغر افغان سره.
پوښتنه. په نړیوال جام کې مو د کومو هېوادونو لوبې خوښیږي؟
ځواب. د پاکستان او هند لوبه هر وخت زما لپاره یوه خاطره وي او خوښیږي مې.
پوښتنه. که فلم جوړوونکی اوسې څوک د فلم هیرو ټاکې؟
ځواب. امیرخان به د فلم هیرو وي.
پوښتنه. کومه سندره ډیره اورې؟
ځواب. بې پناه پیار هی اجا.
پوښتنه. ټولنیزه میډیا کې کوم یو زیات کاروې
ځواب. واټس اپ.
پوښتنه. کوم خواړه مو زیات خوښیږي؟
ځواب. وریته شوې غوښه.
پوښتنه. د یو ورځنیو لوبو غوره کارکرده ګي دې کومه یوه ده؟
ځواب. د ۱۸ منډو ورکولو سره د ویسټ انډیز اووه وېکټې غورځول.
پوښتنه. د چا پر وړاندې غواړې، چې توپ وهنه کړې؟
ځواب. د هر لوبغاړي پر وړاندې کولای شم، لوبه وکړم. پوښتنه. ستاسو په لوبډله کې ډېر ټوکمار څوک دی؟
ځواب. شهزاد محمدي.
پوښتنه. په نړۍ کې درې خطرناک بالران څوک دي؟
ځواب. رباډا، مجیب الرحمن، جسپرېت بومرا او بونېشور کومار.
پوښتنه. هندي سینما کې مو کومه فلمي لوبغاړې خوښیږي.
ځواب. انوشکا شرما.
پوښتنه. د افغان لوبډلې له کوم لوبغاړي سره نه غواړې چې سفر وکړې؟
ځواب. هر یو سره تګ کوم او مینه ورسره لرم.
پوښتنه کوم یو توپ وهونکي ته له توپ اچونې خوند اخلې؟
ځواب. هر یو لوبغاړي ته له توپ اچونې خوند اخلم.
پوښتنه. که چېري یو بل هېواد درته د لوبېدو دعوت درکړي، وبه لوبېږې؟
ځواب. زه افغانستان سره مینه لرم او د دې هېواد لپاره لوبېږم.

ریحان الله ممتاز

ریحان ممتاز د لغمان ولایت مرکز اوسېدونکی دی، له ژورنالېزم پوهنځي فارغ او په هندوستان هېواد کې د ژورنالېزم په برخه کې د ماسټري زده کړې کوي. له موږ سره فعال ورزشي خبریال دی.

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې