نړیوال کریکټ

د پاکستان او سویلې افریقا ترمنځ نن ورستۍ پنځوس اورېزه سیالۍ ترسره کېږي

په پام کې ده، چې نن د پاکستان او سویلې افریقا کریکټ ټیمونو ترمنځ د یو ورځینو لوبو وروستۍ لوبه ترسره شي. دا لوبه به د دواړو لوبډلو لپاره خورا مهمه وي.

ځکه چې له دې وړاندې د دواړو کریکټ لوبډلو ترمنځ دوه یو ورځینۍ سیالۍ ترسره شوې وې، چې لومړۍ لوبه پاکستان کریکټ ټیم د درې ویکیټو په شتون کې وګټله او دوهمه لوبه بیا جنوبې افریقا کریکټ ټیم له پاکستان څخه د ۱۷ منډو په توپېر وګټله.

که ننۍ لوبه هره یوه لوبډله ګټې نو د یو ورځینو لوبو سیریز به هم د هماغې لوبډلې په ګټه پاېته رسېږي. په پام کې ده، چې دغه لوبه به د افغانستان پر وخت شاو خوا ۱۲:۳۰ بجې پیل شي دا لوبه په سویلې افریقا کې ترسره کېږي.

د یو ورځینو سیالیو له پاېته رسېدو وروسته به د دواړو کریکټ لوبډلو ترمنځ د اپرېل په ۱۰ مه نېټه د څلورو شل اورېزو سیالیو سیرېز پیل شي چې د اپرېل تر ۱۶ مې نیټې پورې به دوام وکړې.

له هغې وروسته به بیا پاکستان کریکټ ملي لوبډله د اپرېل په ۲۱ مه نېټه له زمبابوې کریکټ ملي لوبډلې سره د درې شل اورېزو سیالیو سیرېز ترسره کړې او د اپرېل په ۲۹ مه نېټه به بیا یوه یوازینۍ ټېسټ لوبه پیل کړې چې د مۍ میاشتې تر ۳ مې نیټې پورې به دوام وکړې.

محمد شبیر حسن زي

محمدشبیرحسن زي د چپرهار ولسوالۍ او د ننګرهار ولایت اوسېدونکی دی خپلي ژورنالېزم زده کړي یې په همیشه بهار راډیو تلویزون کې ترسره کړي او په سپورټ برخه کې له افغان کریک انفو سره دنده ترسره کوي.

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې