دلوبغاړو په اړهلیګونه

د حیدراباد لوبډلې ډایریکټر د مجیب اخیستو راز وښودۀ.

د سنرایزرس حیدراباد لوبډلې ډایریکټر ټام موډي د ای پي ایل د نیلامۍ پر مهال د افغان ورو توپ اچوونکي مجیب الرحمان د اخیستو په اړه خپل راز ښکاره کړ.

نوموړي وویل،مجیب الرحمان یې ځکه د ای پي ایل نیلامۍ پړاو پر مهال په لوبډله کې واخیسته چې نوموړی په شل اوریزو لوبو کې تر ټولو مؤثر لوبغاړی دی.

“نوموړی په شل اوریز لوبو کې یو ډیر مؤثر لوبغاړی دی،د بهرنۍ تجربې او نظریې ته په کتو سره د هغه شتون په لوبډله کې زمونږ لپاره غټه خبره ده.ښکاره ده چې نوموړی د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې لپاره هم لوبیږي او ددې ترڅنګ په سوداګریزو لیګونو کې هم نوموړي خپله وړتیا ښودلي ده.هڅه کوو چې نوموړي ته په یوولس کسیزه سکواډ کې ځای ورکړو.”

مجیب الرحمان چې په تیرې فبرورۍ میاشت کې د ای پي ایل نیلامۍ پر مهال په (یو نیم کروړ) د حیدراباد لوبډلې لخوا واخیستل شو.نوموړی به د دوو نورو افغان لوبغاړو نبي او راشد سره په ډریسینګ روم کې یو ځای وي.

سنرایزرس حیدراباد لوبډله به د ای پي ایل نهه لوبې په چنای او ډهلي ښارونو کې ترسره کړي.د یادو ځایونو ویشتنځایونه د ورو توپ اچوونکو مرسته کوي.له همدې کبله ویل کیږي چې شاید دواړه افغان ورو توپ اچونکي یو ځای ولوبول شي.

د مجیب اخیستل که څه هم ځینې خلکو ته د حیرانتیا خبره وه،خو دا چې سنرایزرس حیدراباد لوبډله د پیل مهمې لوبې د ورو توپ اچوونکو لپاره مساعد ویشتنځایونو لري،له همدې کبله ویل کیږي چې حیدراباد څانګې د مجیب په اخیستو کې یوه ښه پریکړه کړي ده.

د یادونې وړ ده چې مجیب په ای پي ایل سیالیو کې د لوبیدو پاخه تجربه لري.نوموړي د پنجاب کینکز لوبډلې لپاره په ۱۷ لوبو کې ۱۸ ویکټې اخیستي دي.

حیدراباد لوبډله به د ۲۰۲۱ کال ای پي ایل سیالیو لومړی لوبه د اپریل په ۱۱مه نېټه د کلکتې خلاف ترسره کړي.

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې