
لیګونه
د بنګلور استرالیایي لوبغاړي پر کرونا ویروس اخته شوی
د استرالیا د کرکټ د ملي لوبډلې چټک بالر ډینېل سامز پر کرونا ویروس احته شوی،
سامز سږکال د هندوستان په آی پي ایل لیګ کې د رایلز چیلنجرز بنګلور لوبډلې په ګټه لوبیږي،
د د آی پي ایل لیګ لپاره ترټولو ستر خنډونه دي چې په روانه اونۍ کې لیدل کیږي د دې څخه مخکې د اکسر پټيل، پاډیکل، د ممبي د روزونکي مور، او سټار سپورټ شبکې ۱۴ غړي پر دي ویروس اخته شوی و،
سامز په قرنطین کې و او د هېڅ کوم لوبغاړي سره یې نیږدي اړېکې نه درلودي، یاده دې وي چې لاتراوسه نده معلومه چې روان کال به څوارلسم پړاو د دې ویروس له امله ترسره شي او کنه؟ د هندوستان د بي سي سي آی کنټرول اداري مشر سارو ګنګولي ویلي، که وضعیت هر څومره خراب شي نو خپل لیګ به ونه دروي.