نړیوال کریکټ

د بغاوت وروسته د تسلیمه نسرین پروړاندې قانوني دوسیه پرانیستل کیږي

تسلیمه نسرین چې د بنګال ۵۸ کلنه مشهوره لیکواله ده پرون ماښام یې يو ټوېټ هیڼدل کړ چې پکې یې لیکلي و، که معین علي په کرکټ کې پاتې نه وای ، نو هغه به سوریه ته د داعش سره د شاملیدو لپاره تللی وای،


د دې ټوېټ څخه وروسته معین علي هېڅ ډول غبرګون ونه ښود خو د نړۍ یو شمیر کرکټ لوبغاړو او تبصره کوونکو په دي اړه خپل نظریات د معین علي په ګټه شریک کړل،


اوس تازه د معین علي د مدیرت شرکت ویلي، مونږ یوه قانوني دوسيه سپړو او په دي که به ټول شواهد راغونډ کړو دا قضیه به د ټولو اړخونو څخه وڅیړو مونږ خپل وکیل ته په دي اړه ویلي هېڅ شخص ته باید اجازه ورنکول شي چې دا ډول توهینونکې تبصري وکړي،

یاده دې وي چې دا غبرګونونه وروسته له هغې راپورته شول کله چې د چینای سوپر کینګز لوبډلې اجراییه رییس ویشوا ناتان، په یو بیان کې ویلي و چې معین علي مونږ ته د کومې لګو د لري کیدو نه دي ویلي مخکې داسي اوازي وي چې معین علي د چینای لوبډلې ته ویلي چې د ده پر جرسي دي هغه لګو نه لګوي چې په هغې کې د شرابو اعلان خپریږي.

لعل خان ګوهر

لعل خان ګوهر پکتیکا ولایت یوسف خیل ولسوالی میست کلی اوسیدونکې دافغان کریک انفو بنسټګر

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې