دلوبغاړو په اړهلیګونه

خلیل احمد د راشدخان او ویلیمسن څخه لویې هیلې لري.

سن رایزرز حیدراباد د «ای پي ایل» لیګ په تاریخ کې یوازې یوځل د دغه لیګ اتلوالي ترلاسه کړې ده، یادې لوبډلې په ۲۰۱۶م کال کې د ډیویډ وارنر په لوبډلمشرۍ کې بنګلور لوبډلې ته پای لوبه کې ماته ورکړه او په لومړي ځل یې د یاد لیګ اتلوالي تر لاسه کړه.

سن رایزرز حیدر اباد په ۲۰۱۸م کال کې هم د «ای پي ایل» لیګ پای لوبې ته لار ومونده خو چینای سوپر کینګز لوبډلې په ۸ ویکټو ماتې ورکړه او د یاد لیګ اتلوالي یې ترلاسه کړه.

د سن رایزرز حیدر اباد لوبډلې مسلمان لوبغاړی چټک توپ اچونکی «خلیل احمد» وایي چې ډاډه دی چې دا ځل به اتلوالي حیدر اباد لوبډله ترلاسه کړي.

خلیل احمد وویل چې موږ ښه پیلیزه جوړه توپ وهونکي جوني بریسټو او ډیویډ وارنر لرو، ورپسې کین ویلیمسن دی چې سپېن توپ اچونکي په ډاډه زړۀ لوبوي، د توپ اچونې برخه کې ښه ورو توپ اچونکی راشدخان لري.

خلیل احمد وویل چې سږ کال کین ویلیمسن او راشدخان دواړه زموږ لپاره کلیدي لوبغاړي دي، باوري یم چې د دوی په شتون کې به دا ځل د دوهم ځل لپاره د «ای پي ایل» لیګ اتلوالي ترلاسه کړو.

ټاکل شوې ده چې څوارلسم پړاو هند غوره لیګ به راتلونکي جمعه د اپریل ۹ مه نېټه پیل شي چې د سن رایزرز حیدراباد لوبډله به لومړۍ لوبه د اپریل ۱۱ مه نېټه د کلکتې نایټ رایډرز خلاف ترسره کړي.

نور خان اشنا

خوست ولایت کې د افغان کریک انفو خبریال او د افغان کریک انفو د لوبو د لایف خپرولو مسؤل

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې