نړیوال کریکټ

بنګله دېش ته د پاکستان نوولس کلنو لوبډلې سفر نېټه وروسته شوه.

د پاکستان کرکټ بورډ د معلوماتو له مخې چې د نوولس کلنو کرکټ ملي لوبډلې سفر یې بنګله دېش هیواد ته د کرونا د نويو پيښو له کبله ځنډیدلی دی.

ټاکل شوي وه چې پاکستان نوولس کلنو کرکټ ملي لوبډله به د اپریل په یوولسمه نېټه خوځیدلی وای،خو د بورډ په وینا چې لوبډله به یې اوس د نوي نېټې له مخې د اپریل په ۱۷مه نېټه د بنګله دېش په لوري روانه شي.

ټاکل شوي ده چې پاکستان نوولس کلنو کرکټ ملي لوبډله به پدې سفر کې یوه ټیسټ او پنځه یو ورځنۍ لوبې ترسره کړي.

لدې وړاندې بنګله دېش کرکټ بورډ خبر ورکړی وو،چې نوولس کلنو لوبډله به یې د افغانستان نوولس کلنو کرکټ لوبډلې سره د هند په کوربتوب یوه ټیسټ او پنځه یو ورځنۍ سیالۍ ترسره کړي.

خو د پاکستان نوولس کلنو لوبډلې سره د سیالیو برابرولو وروسته داسې نه ښکاري چې د افغانستان او بنګله دېش ترمنځ به یادې سیالۍ ترسره شي.

لدې وړاندې افغانستان کرکټ بورډ د یادو سیالیو لپاره تمریني کمپ هم په لاره اچولی وو،خو تراوسه د یادو سیالیو د لغوه کیدو په اړه نه افغانستان کرکټ بورډ او نه بنګله دېش کرکټ بورډ څه ویلي دي.

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې