دلوبغاړو په اړهمقالې

کرونال پانډیا: زه احساس کوم چې زما د زړه یوه برخه له پلار سره تللې ده.

د هندوستان کرکټ ملي لوبډلې ال راونډر «کرونال پانډیا» وايي چې دوه میاشتې وروسته هم هغه ته او د هغه ورور هارډیک پانډیا ته ستونزمن وو چې پلار یې د روان کال په جنوري کې مړ شو.

کرونال پانډیا چې تېره میاشت یې خپله لومړۍ نړیواله یو ورځنۍ لوبه د انګلستان خلاف ترسره کړه، په خپل ژوند کې یې د خپل پلار رول روښانه کړ او د هغه د پلار په یاد کې احساساتي شو، نوموړي وویل چې پلار مې وړاندوینه کړې وه چې په راتلونکو میاشتو کې به ښه الراونډر ثابت شې.

کرونال پانډیا چې د ممبۍ انډینز په ټویټر پاڼه یوه ویډیو شریکه شوي ده ویلي دي” له تېرو دوه میاشتو راهیسې زه، ورور مې او زموږ کورنۍ تل د پلار په فکر کې یو، موږ ته تل هغه صحنې مخې ته راځي چې زموږ پلار ورسره مبارزه کوله او له امله یې کړېدۀ.

پانډیا وویل چې پلار به تل هڅول او ډاډ یې راکاوۀ، اوس چې کله زه ښه فعالیت کوم او پلار رسره نشته، داسې فکر کوم چې زما د زړۀ یوه برخه له پلار سره تللې ده.

کرونال پانډیا لومړۍ پنځوس اوریزه نړیواله لوبه تېره میاشت د انګلستان خلاف ترسره کړه چې په ۳۱ توپونو یې ۵۸ منډې وکړې.

باید ووایو چې د هارډیک پانډیا او کرونال پانډیا پلار روان کال د جنورۍ میاشت کې د هغه د ناروغۍ له امله مړ شو.

دواړه وروڼه کرونال پانډیا او هارډیک پانډیا هند غوره لیګ ای پي ایل کې د ممبۍ اینډینز په ګټه لوبیږي چې روان کال فصل کې به د اپریل په ۹ مه نېټه د رویال چیلینجرز بنګلور لوبډلې سره مخ شي.

نور خان اشنا

خوست ولایت کې د افغان کریک انفو خبریال او د افغان کریک انفو د لوبو د لایف خپرولو مسؤل

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې