نړیوال کریکټ

په همدې ورځ سریلانکا په لومړي ځل نړیوال شل اوریز جام ګټلی وو.

اوه کاله وړاندې په همدې ورځ سریلانکا کرکټ ملي لوبډلې په پایلوبه کې هندوستان ته ماتي ورکړي وه او په لومړي ځل یې د نړیوال شل اوریز جام سیالیو اتلوالي خپله کړي وه.

یاده سیالي چې د بنګله دېش په شیري بنګله نړیوال کرکټ لوبغالي کې ترسره شوه،پکې سریلانکا لوبډلې د سیالۍ ټاس وګاټه او لومړی یې هند لوبډله بیټینګ ته دعوت کړه.

هندوستان لوبډلې پیل ښه نه وو،د پیل لوبغاړی رهاني یې په دوهم اور کې په (۳) منډو له لاسه ورکړ.

وروسته د روهیت شرما او ویراټ کوهلی ترمنځ د ۶۰ منډو ملګرتیا ترسره شوه.ویراټ کوهلي (۷۷) او شرما (۲۹) منډې جوړې کړې.

په ټوله کې هندوستان شل اورونو کې د ۴ لوبغاړو په سوځیدو ۱۳۱ منډې جوړې کړې او یو اسانه هدف یې سریلانکا لوبډلې ته ورکړ.

سریلانکا لوبډله د ټاکلي هدف په تعقیب کې لومړیو کې له ستونزو سره مخ شوه.یادې لوبډلې په ۷۸ منډو کې ۴ لوبغاړي له لاسه ورکړي وو.

خو وروسته د کمار سنګاکارا د نیمه سلیزې په مټ ټاکل شوی سریلانکا لوبډلې ترلاسه او په لومړي ځل یې د نړیوال شل اوریز جام اتلوالي خپله کړه.

ټاکل شوي چې سږ کال نړیوال شل اوریز جام به د هند په کوربتوب په اکتوبر او نومبر میاشت کې ترسره شي.

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې