افغانستان کریکټ

په خوست کې کمال خان پرانستې سیالۍ نوملړ او نېټه اعلان شوه.

په خوست کې د کمال خان بند پرانستې په ویاړ ترسره کېدونکي سیالۍ نوملړ خپور شو.

له کابل، کندهار، کنړ او کندوز وروسته د کمال خان بند د پرانېستې په ویاړ دا ځل خوست کې د افغان لوبغاړو تر منځ لوبه ترسره کېږي.

د افغانستان کرکټ بورډ په خپله رسمي فیسبوک پاڼه په خوست کرکټ لوبغالي کې د کمال خان بند پرانېستې په ویاړ د کېدونکي لوبې په اړه د «کمال خان ډیم ډیویلپرز‹ او «غني بابا واټر ډیفنډرز» لوبډلو نوملړونه خپاره کړي دي.

په دغې لوبه کې د کمال خان ډیم دیویلپرز لوبډلې لوبډلمشر ګلبدین نایب دی او د غني بابا واټر ډیفنډرز لوبډلې لوبډلمشر بیا رحمان الله ګربز دی.

ټاکل شوې ده چې دغه سیالۍ به راتلونکي جمعه د اپریل ۹ مه نېټه د خوست په ملي لوبغالي کې ترسره شي.

نور خان اشنا

خوست ولایت کې د افغان کریک انفو خبریال او د افغان کریک انفو د لوبو د لایف خپرولو مسؤل

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې