دلوبغاړو په اړهلیګونه

پاټ کمېنز: د کپتان په توګه مو د ګمبیر غصه ډیره خوښیده.

د اسټرالیا کرکټ ملي لوبډلې چټک توپ اچونکي پاټ کمېنز په وروستۍ مرکه کې ویلي،په ای پي ایل سیالیو کې یې د یوه کپتان په توګه د ګمبیر سخت دریځي او غصه ډیره خوښیده.

“ما د ګمبیر تر کپتانۍ لاندې د کلکتې لوبډلې لپاره لوبې ترسره کړي دي،د نوموړي ښکلي او غصې ډکه کپتاني مو ډیره خوښیده”

پاټ کمېنز وویل،د خوښې شیبې یې هغه وې،کله چې کلکتې لوبډلې په ۲۰۱۴ کال کې د ای پي ایل سیالیو اتلوالي وګټله.

پاټ کمېنز ددې پوښتنې په ځواب کې چې د کوم توپ اچونکي،توپ اچونه خوښوي،نوموړي وویل،د بومرا له توپ اچونې ځانګړی خوند اخلي.

د ګوټم ګمبیر په مشرۍ کې کلکتې لوبډلې د ۲۰۱۲ او ۲۰۱۴ کال ای پي ایل سیالیو اتلوالۍ خپلې کړي وې.

کلکته نایټ رایډرز لوبډله به د ای پي ایل سیالیو لومړی لوبه د اپریل په یوولسمه نېټه د حیدراباد لوبډلې خلاف ترسره کړي.

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې