نړیوال کریکټ

ویلش فاير د مشهوره ویکټ کيپرې سره د لوبیدو تړون لاسلیک کړ

د انګلستان کرکټ لوبډلې ښځینه مخکښه لوبغاړې سارا ټیلر په سل بالیزه ټورنمینټ کې د لوبیدو تړون دویلش فاير لوبډلې سره لاسلیک کړ،


دا سیالۍ سل بالونه وي او د ښځينه کرکټ لوبغاړو ترمنځ ترسره کیږي د سارا ترڅنګ به داځل استرالیایي جورجیا هم د ویلش فایر لپاره ولوبیږي،


سارا ټیلر د دې سیالیو لپاره په ګډون کې خورا خوښې ښودلي او ویلي دي، دا سیالۍ زمونږ لپاره ډېرې په زړه پورې دي په دي ټورنمینټ کې ګڼ شمیر مشهوره کرکټراني ګډون کوي چې زمونږ لپاره به ښه ساعت تیري وي،
د ویلش فاير لوبډلې د جورجیا او د سارا ټيلر په راتګ خوښې ښودلي او هغه یې د خپلې لوبډلې لپاره کلیدې لوبغاړې شمیرلي دي،


یاده دې وي چې سارا ټیلر له ۲۰۱۹ م کال راهیسي هېڅ ډول کرکټ نه دی ترسره کړی او دا به دهغه لپاره لومړنی ټورنمینټ وي چې د ډېر وخت وروسته پکې ګډون کوي.

لعل خان ګوهر

لعل خان ګوهر پکتیکا ولایت یوسف خیل ولسوالی میست کلی اوسیدونکې دافغان کریک انفو بنسټګر

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې