نړیوال کریکټ

هغه ټویټ چې د نړۍ خورا مشهوره لوبغاړي یې ولړزول، که معین علي په کرکټ کې بوخت شوی نه وی نو اوس به سوریه کې د داغش ملګری و

معین علي د انګلستان کرکټ لوبډلې مسلمان الراونډر لوبغاړی دی نوموړی سږکال د هندوستان په آی پي ایل سیالیو کې د چینایي سوپر کینګز لوبډلې په ګټه لوبیږي، د معین علي په اړه لومړیو کې داسي راپورنه هندي رسنیو خپاره کړل چې معین علي د چینای لوبډلې د مالکانو څخه غوښتنه کړی چې د ده له لباس دي د شرابو لګو ایسته کړي،


تازه د چینایي سوپرکینګز لوبډلې اجراییه رییس ویشوا ناتان ویلي، معین علي لاتراوسه پورې داسي کوم وړاندیز ندی کړی، معین علي کوم داسي څه ندي ویلي چې د ده د جرسي څخه دي هغه لګو لري شي په کوم کې چې د الکولو اعلان پر ټولو لباسونو وي،


د دې خبرو وروسته نن د بنګال مشهورې لیکوالي تسلیمه نسرین، یو ټوېټ کړی چې پکې یې لیکلي، که معین علي په کرکټ کې بوخت شوی نه وی نو اوس به سوریه کې د داغش ملګری و،

دي ټوېټ د نړۍ ګڼ شمير د کرکټ لوبغاړو غبرګونونه راپارولي د نسرین په ځواب کې جوپرا ارچر داسي لیکل کړي، ایا ته روغه یې فکر نکوم که ته به روغه یې؟ لا تراوسه د کرکټ ځنيو مینوالو پر دي خبره سخت غبرګون ښودلی اما تراوسه دغه ټوېټ د نړۍ ګڼ شمير خلکو ته ندی ورسیدلی وبه ګورو چې معین علي او شته نور مذهبي خلک په دې اړه څه ډول غبرګونونه شریکوي، دا د کرکټ په نړۍ کې کومه نوې خبره نده د کرکټ په نړۍ کې هر وخت هاشم املا چې په جنوبي افریقا لوبډله کې لوبیږي د الکولي لګو جلا ټیکس ورکوي دا لومړی ځل دی چې د معین علي دي خبرو په نړۍ کې دومره تاوده غبرګونونه راوپارول.

لعل خان ګوهر

لعل خان ګوهر پکتیکا ولایت یوسف خیل ولسوالی میست کلی اوسیدونکې دافغان کریک انفو بنسټګر

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې