مقالې

هغه هندي لوبغاړی چې د غربت له وجې یې کریکټ پرېښود، خو ای پي ایل میلیونر کړ.

آی پی ایل تل د ټولې نړۍ څخه د کورنیو او بهرنیو لوبغاړو لپاره لوی لیګ دی او ډیری داخلي او بهرني لوبغاړو پخپله د آی پی ایل له لارې په خپلو ملي لوبډلو کې ځای پیدا کړی دی.

همدارنګه، آی پي ایل د ځوانو لوبغاړو لپاره خورا ښه پلیټ فارم دی او په یوه شپه کې یې ډیری ځوان لوبغاړي میلیونر کړې دي. تر دې دمه ډیری ځوان لوبغاړي د آی پي ایل پر مټ په یوه شپه کې میلیونر شوي دي.

شیوم ډوبي هم په یوه شپه کې میلیونر شو.

شیوم ډوبي په ۲۰۱۵ کال کې په ممبۍ کې د سید مشتاق په علي ټرافۍ کې د ممبۍ لپاره لوبه پیل کړه، نوموړي په یوه اور کې پنځه شپږیزې ووهلې او د ممبۍ لوبډلې لپاره یې بریا ور په برخه کړه.

شیوم ډوبي په شپږ کلنۍ کې کریکټ لوبه پیل کړه د هغه پلار شیوم چندرکانت خپل زوی په یوې ځایي اکاډومۍ کې شامل کړ او زوی یې په خورا لیوالیتا سره په خپل وخت په یاده اکاډومۍ کې تمرینات ترسره کول.

د شیوم ډوبي پلار د لبنیاتو د محصولاتو کاروبار کاوه، یو څه وخت وروسته، د هغه پلار د جینس مینځلو سوداګري پیل کړه او د مهاراشترا په بهاندي کې یې فابریکه پرانیستله. مګر شیوم ډوبي په ۱۴ کلنۍ کې د اقتصادي بحران له امله د کریکټ لوبې څخه لاس واخیست.

خو دا چې شیوم ډوبي يو تکړه لوبغاړی وه، نو وروسته یې تره رمیش ډوبي د هغه ملاتړ لپاره ملا وتړله او تره یې پرېکړه وکړه، چې هغه به د شیوم ډوبي ټولې اړتیاوې بشپړې کړې او خپل وراره ته یې وویل چې هغه دې خپل کریکټ ته دوام ورکړې نو هماغه وه، چې شیوم ډوبي یو ځل بیا خپل کریکټ پیل کړ.

نو له ډېرو هڅو او د کریکټ په ډګر کې له ډېرو لاسته راوړنو وروسته نوموړی په ۲۰۱۹ م کال کې د ار سي بي یا راېل چلېنجرز بنګلور لوبډلې له لوري د ۵ میلیاردو په ارزښت واخیستل شو.

نوموړی اوس مهال ۲۸ کلن دی او سږ کال به د راجستان راېلز لوبډلې لپاره ای پي ایل کې ولوبېږي. سږ کال نوموړی د راجستان راېلز لوبډلې له لورې د ۴.۴ میلیاردو په ارزښت وپېرل شو.

نور خان اشنا

خوست ولایت کې د افغان کریک انفو خبریال او د افغان کریک انفو د لوبو د لایف خپرولو مسؤل

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې