ریکارډونه

فخر زمان د هند، اسټرالیا او نیوزلینډي لوبغاړو پاخه ریکارډونه مات کړل


د پاکستان کرکټ ملي لوبډلې چپ لاسي توپ وهوونکي په یو ورځنیو لوبو کې د خپلې ښې لوبې پرمټ وکولای شول چې د هندي، اسټرالیاوي او نیوزلینډي لوبغاړو پاخه ریکارډونه مات کړي او یو نوی ریکارډ ثبت کړي.

زمان تېره ورځ له سویلي افریقا لوبډلې سره په دوهمه یو ورځنۍ لوبه کې په ۱۵۵ توپونو ۱۹۳ منډې جوړې کړې او رن اوټ شو خو په همدې منډو سره نوموړي وشول کولای چې د یوشمیر لوبغاړو د تیرو کلونو پاخه ریکارډونه مات کړي.

په یو ورځنیو لوبو کې د لومړي ځل لپاره لوړ سکور په ۲۰۰۵ کال کې ام اس ډهوني کړي و چې ۱۸۳ منډې وې، له هغه وروسته ۲۰۱۱ کال کې اسټرالیاوي شین واټسن کړي و چې ۱۸۵ منډې وې، بیا په کال ۲۰۱۲ کې هندوستانی کپتان ویرات کوهلي وتوانېده چې د ډهوني ریکارډ ته ځان ورسوي او ۱۸۳ منډې یې جوړې کړې.

له کوهلي وروسته نیوزلینډي روز ټایلر په ۲۰۱۸ کال کې یو ځل بیا خپل نوم په لوړو منډو جوړوونکو کې ثبت کړ هغه ۱۸۱ ناسوځیدلې منډې جوړې کړې، خو بلاخره په ۲۰۲۱ کال کې پاکستاني فخرزما د ټولو دې لوبغاړو ریکارډونه مات کړل او په ۱۹۳ منډو جوړولو سره یې نوی ریکارډ ثبت کړ.

فخرزمان تراوسه د پاکستان لپاره په ۴۹ یو ورځینو سیالیو کې لوبیدلی چې ۲۱۶۱ منډې یې جوړې کړي دي.

ریحان الله ممتاز

ریحان ممتاز د لغمان ولایت مرکز اوسېدونکی دی، له ژورنالېزم پوهنځي فارغ او په هندوستان هېواد کې د ژورنالېزم په برخه کې د ماسټري زده کړې کوي. له موږ سره فعال ورزشي خبریال دی.

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې