مرکې

د ډهلي کپټلز روزوونکي د ریشب پانټ په اړه تازه څرګندونې کړې دي

د ډهلي کپټلز لوبډلې مشر روزوونکي ریکي پونټینګ د همدې لوبډلې د نوي ټاکل شوي کپتان ریشب پانټ په اړه تازه څرګندونو کې ویلي چې کپتان پانټ ډیر ښه پوهیږي چې څنګه لوبه وکړي او زه باوري یم چې هغه به د کپتانسۍ ترڅنګ ډیر نور مسؤلیتونه هم واخلي.

نوموړي دا څرګندونې په یوه تازه بیانه کې کړي دي، کریک اتلس ویب سایټ د نوموړي له قوله لیکلي کله چې روزوونکي ریکي پونټینګ د لومړي ځل لپاره هغه د یکشنبې ورځ د تمرین کولو پرمهال ولیده نو د هغه له لوبې ډیر متاثره شو او وې ویل چې پانټ یو ځانکړی استعداد لري.

هغه ویلي”زه فکر کوم چې نوموړی به ډیر ښه ولوبیږي او هغه به په ډیره مسولانه توګه لوبه وکړي ځکه هغه مسولیت خوښوي او غواړي چې هم د لوبډلې کلیدي غړی او هم یو ښه رهبر اوسي، موږ به له هغه سره کومک وکړو خو فکر کوم کومک ته هم زیات ضرورت نلري.”

نوموړي دا هم ویلي چې موږ نور هم ډیر څه لرو چې هغه سره یې د لوبډلمشر د تجربو په توګه شریکې کړو ترڅو یو ښه کپتان ثابت شي، ځکه هغه له پخوا نه ماته معلوم و کله چې هغه د اسټرالیا خلاف په ټیسټ لوبه کې ولوبیده نو د هغه استعداد مې ولیده.

همداراز نوموړي د پانټ په اړه په تفصیلي توګه نورې کیسې او خاطرې هم ویلي دي، پانټ د مارچ په دیرشمه د ډهلي کپتلز لوبډلې د نوي کپتان په توګه وټاکل شو او له لوبې مخکې یې روزونکي دا صفتونه کړي دي.

ریحان الله ممتاز

ریحان ممتاز د لغمان ولایت مرکز اوسېدونکی دی، له ژورنالېزم پوهنځي فارغ او په هندوستان هېواد کې د ژورنالېزم په برخه کې د ماسټري زده کړې کوي. له موږ سره فعال ورزشي خبریال دی.

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې