دلوبغاړو په اړهلیګونه

د ډهلي کاپیټلز لوبډلې کاروان په بشپړېدو دی.

د سويلي افریقا کرکټ ملي لوبډلې دوه چټک توپ اچونکي انریچ نوج او کاګیسو رباډا د سې شنبې په ورځ ممبيي ښار ته رسيدلي او ډهلي کپټلز لوبډلې سره یو ځای شوي دي.

د یادو دوو لوبغاړو د رسيدو خبر ډهلي کپټلز لوبډلې پخپله پاڼه ورکړی دی چې له دوی سره یو ځای شوي دي.

ډهلي کپټلز لوبډلې غړو تیره اوونۍ د اوه ورځې د قرنطین تیرولو وروسته د تمریناتو لړۍ پيل کړي ده.
د ډهلي کپټلز لوبډلې مرستیال روزونکي محمد کایف هیله ښيي چې سږ کال به یې لوبډله تر اتلوالۍ رسیږي.

«مونږ سږ کال باید یو ګام مخکې لار شو،دا ډهلي لوبډلې موخه ده.مونږ داسې لوبغاړي لرو چې د اتلوالۍ خپلولو لیاقت لري.تیر کال مونږ یوازې د اتلوالۍ یو ګام شاته وو،خو دا ځلې یو ګام ورنږدې یو او د تیرو لوبو څخه یې لوبغاړو ته ډيره تجربه شوي ده.

ډهلي کپټلز لوبډله هم د نورو لوبډلو په څير یوې پیاوړي لوبډله شمیرل کيږي،یاده لوبډله تر ټولو قوي بيټينګ او بالینګ لاین هم له ځان سره لري.

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې