دلوبغاړو په اړهلیګونه

د ممبۍ لوبډلې لوبغاړی د نوي ریکارډ جوړولو هیله لري.

د ممبۍ انډيانز لوبډلې ویکټ ساتونکي لوبغاړي پارټیو پټېل په وروستیو څرګندونو کې ویلي،غواړو چې ممبۍ انډيانز لوبډلې ته ستر ریکارډ ور په برخه کړو.

ممبۍ انډيانز هغه لوبډله ده چې د ای پي ایل سيالیو زیاتو اتلوالیو ریکارډ هم له ځان سره لري او همداشان که چیرې سږ کال ای پي ایل اتلوالي هم وګټي،پدې سره به یو ستر ریکارډ هم جوړ کړي او لومړی لوبډله به شي چې په هیټریک ډول سره اتلوالۍ ګټي.

«ای پي ایل» یو د ساعت تیري ډک لیګ دی، هر لوبغاړی راځي او خپل استعداد پکې ښکاره کوي،د کریس ګېل،کوهلي په شان لوبغاړي پکې ښې لوبې کوي.تر ټولو ستر ریکارډ چې زه غواړم ووینم،هغه په هیټریک ډول د اتلوالۍ ګټل دي او دا به ځکه زما لپاره په زړه پورې وي چې تراوسه پدې لیګ داسې ندي شوي چې کومې لوبډلې په هيټریک یا پرلپسې درې ځلې اتلوالۍ ګټلي وي.نو زه غواړم چې دغه ریکارډ باید مات کړل شي.»

پټېل زیاته کړه،ممبۍ انډيانز لوبډلې ترکیب ته کتو سره زیات چانس شته دی چې په هيټریک ډول د ای پي ایل سيالیو اتلوالي وګټي.

ټاکل شوي چې ای پي ایل سیالۍ به د را روانې جمعې په ورځ د بنګلور او ممبۍ انډيانز لوبډلې په لوبو سره پیل شي.

یادو سیالیو ته لا وړاندې ای پي ایل څانګو خپل تمرینات پيل کړي دي.
د افغانستان څخه په یاد لیګ کې درې افغان لوبغاړي مجیب الرحمان،محمد نبي عیسی خېل او راشدخان هم لوبیږي،چې درې واړه د سنرایزرس حیدراباد لوبډلې سره دي.

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې