لیګونه

د ممبۍ انډیانز په کیمپ کې هم کرونا داخله شوه

د هندوستان غوره لیګ پیلیدو ته یوازې څو ورځې پاتې دي خو له بلې خوا د روهېت شرما په مشرۍ د ممبۍ انډیانز لوبډلې مهم او کلیدي غړی په کرونا ویروس اخته شوی دی او د یاد ویروس پر وړاندې یې مثبته ازموینه ورکړې ده.

ویل کېږي چې د ممبۍ انډیانز لوبډلې د لوبغاړو ساتوونکی روزونکی او د لوبغاړو موندوونکی کرن نور په کرونا ویروس باندې اخته شوی دی. ویل کېږي نوموړی اوس مهال په قرنطین کې دی.

د ممبۍ انډیانز لوبډلې د معلوماتو له مخې، چې کرن نور په کرونا ویروس اخته موندل شوی دی او اوس مهال له لوبډلې او لوبغاړو څخه لرې په جلا خونه کې قرنطبن شوی دی.

د راپورنو پر بنسټ چې نوموړی اوس مهال د بي سي سي ای له لوري ټاکل شوو قوانینونو ته په پام کې نیولو سره قرنطین کې دی. دا په داسې حال کې ده، چې په دې وروستیو کې د کرونا قضیې په هند کې خورا زیاتې شوې دي او مهاراشترا ایالت هغه ایالت دی چې تر ټولو زیات پکې د کرونا قضیې ثبت شوې دي.

محمد شبیر حسن زي

محمدشبیرحسن زي د چپرهار ولسوالۍ او د ننګرهار ولایت اوسېدونکی دی خپلي ژورنالېزم زده کړي یې په همیشه بهار راډیو تلویزون کې ترسره کړي او په سپورټ برخه کې له افغان کریک انفو سره دنده ترسره کوي.

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې