لیګونه

درې ګونی ګواښ

د افغانستان د کرکټ د ملي لوبډلې تکړه توپ اچونکو پرون خپل تمرینات پیل کړل په دي تمریناتو کې مجیب الرحمن، محمد نبي عیسی خېل، او راشد ارمان شامل دي،


دا د سپین بالینګ قوي ډله دا ځل د سنریزر حیدر اباد لوبډلې په ګټه لوبیږي راشد او نبي د مخکې نه خو مجیب سږکال دغي لوبډلې د ځان سره په لوبډله کې غوره کړي،


د سنریزر حیدراباد رسمي فیسبوک پاڼې د نبي مجیب او راشد یو عکس خپور کړی چې ورسره یې لیکلي، درې ګونی ګواښ،


د کرکټ ډېری مینوال په دي نظر دي چې ګوندي مجیب، راشد، او محمد نبي څخه به یوازي یو لوبغاړي د سنریزر حیدر اباد په ګټه ولوبیږي، خو د کرکټ مشهوره مبصرین بیا وایي چې مجیب ترټول بهترینه توپ اچونکی دی او شاید په هره سیالۍ کې د حیدر اباد په ګټه ولوبیږي دوی دلیل دا راوړي چې مجیب په لومړي سر کې غوره توپ اچونه کولای شي چې یو فاسټ بالر د ده پڅير کمالي توپ اچونه نشي کولای نو ممکن مجیب حیدر اباد لوبډلې د همدي په اساس اخیستی وي چې په لومړي سرکل کې تري ګټه واخلي.

لعل خان ګوهر

لعل خان ګوهر پکتیکا ولایت یوسف خیل ولسوالی میست کلی اوسیدونکې دافغان کریک انفو بنسټګر

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې