افغانستان کریکټ

درې افغان لوبډلې به د یوبل پروړاندې ولوبیږي

د ترلاسه شوو معلوماتو پر اساس افغان کرکټ بورډ په پلان کې لري چې په لنډو ورځو شپو کې د خپلو درې لوبډلو لپاره خپلمنځي سیالۍ برابرې کړي،


افغان کرکټ بورډ په پلان کې لري چې د نولس کلنو، افغان الف لوبډلې او د ایمرجینګ لوبډلو ترمنځ پنځوس اوریزې لوبې ترسره کړي دا لوبې ځکه په لار اچول کیږي چې اوس مهال افغان کرکټ بورډ تر سختو نیوکو لاندی دی د کرکټ مینوال او مبصرین په دي اند دي چې افغان کرکټ بورډ نه ملي لوبډلې ته په نړیواله کچه نه هم افغان الف لوبډلې نه یې ايمرجینګ لوبډلې ته او نه یې هم تنکیو نولس کلنو ځوانانو ته د لوبو کولو کوم چانس برابر کړ،


داسیالۍ د دې په اساس افغان کرکټ بورډ په لاره اچوي ترڅو نولس کلنه لوبډله د ایمرجینګ او د افغانستان الف لوبډلې سره لوبې ترسره کړي ترڅو راتلونکو سیالیو ته لا ښه چمتوالی ونیسي،

درې واړه لوبډلې به د یوبل پروړاندې دوه دوه پنځوس اوریزې لوبې ترسره کړي چې پکې به یو شمیر پخواني لوبغاړي هم ولیدل شي د ترلاسه شوو معلوماتو پر اساس افغان کرکټ بورډ غواړې درې واړه لوبډلې د هیواد بهر ولیږي ترڅو په نړیواله کچه د افغانستان نماینده ګي وکړي، یاده دې وي چې مخکې هم افغان کرکټ بورډ دي لوبډلو لپاره یو شمیر سیالۍ برابري کړي وي خو د کرونا ویروس او ناکام مدیرت له وجې بیرته د سره پلان نشوي.

لعل خان ګوهر

لعل خان ګوهر پکتیکا ولایت یوسف خیل ولسوالی میست کلی اوسیدونکې دافغان کریک انفو بنسټګر

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې