نړیوال کریکټ

دا به د پاکستاني توپ وهونکو لپاره یو درس وي

د فخر زمان د ۱۹۳ منډو وروسته پاکستاني لوبغاړو او روزونکو داسي نظرونه ورکړي،
بابر اعظم ویلي، دا د کرکټ مینوالو او پاکستان کرکټ لوبډلې لپاره ترټولو غوره اننګز و ما د فخر له توپ وهنې زیات خوند واخیست، زه وینم چې فخر څه ناڅه بدلون کړی د لیدلو اننګز و خو د بدبخته چې نوموړي غبرګې سلیزې ترلاسه نکړي،


محمد حفیظ بیا ویلي، زما په اند دا یو غوره اننګز و، فخر لوړ هدف تعقیب کړ خو په ترلاسه کولو کې یې پاتی راغلی دا پاکستان د نورو توپ وهونکو لپاره غوره درس دی،


د پاکستان د کرکټ مشر روزونکې مصباالحق بیا ویلي، د لوبې ګټل نیږدي شوې و ما په ژوندۍ بڼه دومره غوره اننګز ولید، په ټاپ ارډر کې هېڅ ملګرتیا ونشوه، زه ویاړم چې یو اسیایي توپ وهونکی داسي غوره اننګر نندارې ته وړاندې کوي، زه د توپ وهنې د کوچ په صفت ډېر خوښ یم چې فخر زمان په هره ساحه کې بهترینه شاټونه ترسره کړل، هغه په ځان له ځان تراخره د جنوبي افریقایي بالرانو مقابله وکړه خو په هدف پوره کولو کې پاتی راغلی، همدا شان یونس خان بیا ویلي، هېڅ یو توپ وهونکې د فخر سره ملګرتیا ونکړه خو د هغه ځواک خورا پیاوړی و،


یاده دې وي چې پاکستان او جنوبي افریقا سره درېمه پنځوس اوریزه لوبه سبا ترسره کوي تراوسه لومړی پنځوس اوریزه لوبه پاکستان او دوهمه بیا جنوبي افریقا په خپله ګټه تمامه کړه.

لعل خان ګوهر

لعل خان ګوهر پکتیکا ولایت یوسف خیل ولسوالی میست کلی اوسیدونکې دافغان کریک انفو بنسټګر

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې