نړیوال کریکټ

حسن علي او مېرمنې ته یې د خوښئ خبر واورل شو.

د پاکستان کرکټ ملي لوبډلې الراونډر لوبغاړی حسن علي هم د اولاد څښتن شو او نوموړي لور پیدا شوې.
نوموړي د لور د پيدا کیدو خبر پخپله ټویټر پاڼه ورکړئ او نوموړي لیکلي دي.
«الحمدالله! الله ج د لور په برکت ونازولم.دې شهزداګۍ ته زمونږ کورنۍ ته د راتګ هرکلی وایم.الله ج د وکړي چې ددغې پرښتې ټول ارمانونه پوره کړي او خپلو هیلو ته یې ورسوې.آمین.پخپلو دعاګانو کې یې یاد ساتی.»
د نوموړي لور د پيدا کیدو په اړه د پاکستان کرکټ ملي لوبډلې زیاترو لوبغاړو هغه ته مبارکۍ وړاندې کړي دي.
۲۶ کلن حسن علي په ۲۰۱۹ اګسټ میاشت کې د سمیا ارزو په نوم ښځې سره واده کړی وو.
د نوموړي دوه میاشتې وړاندې د پلار کیدو په اړه په انسټګرام خبر ورکړی وو،نوموړي ویلي وو،ډير ژر به نوموړی پلار جوړ شي.
حسن علي د پاکستان کرکټ ملي لوبډلې یو ښه لوبغاړی شمیرل کیږي.نوموړي په ۲۰۱۷ کال ای سي سي ټيسټ چمپیون شيپ سيالیو پایلوبه کې د هندوستان خلاف ښکلي توپ اچونه ترسره کړي وه،چې په مټ یې پاکستان د یادو سيالیو اتلوالي خپله کړه.

نور خان اشنا

خوست ولایت کې د افغان کریک انفو خبریال او د افغان کریک انفو د لوبو د لایف خپرولو مسؤل

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې