
بنګلور درې ورځې وروسته لومړۍ لوبه کوي، خو یو ښه خبر ورته واورول شو.
د راپورونو پربنسټ د رایل چیلینجرز بنګلور لوبډلې چپ لاسی پیلیز توپ وهونکی «ډیوودت پډیکال» چې د مارچ په ۲۲ مه نېټه د کرونا وایروس لپاره مثبته ازموینه ور کړې وه، د راپورونو له مخې د دوشنبې په ورځ یې د ټیسټ پایله منفي را ووته.
ډیودت پډیکل د مارچ ۲۲ مه نېټه هغه مهال کرنطین شو کله چې د نوموړي ټیسټ پایله مثبته راغله.
د «انډیا ډاټ کام» د یو راپور په وینا چپ لاسی پیلیز توپ وهونکی به د یوې بلې منفي ازموینې وروسته د بنګلور لوبډلې سره یو ځای شي، راپور زیاته کړې چې ډیوودت پډیکال حتی د اپرېل په ۹ مه نېټه د ممبۍ انډینز خلاف لومړۍ سیالۍ کې هم ممکن ولوبیږي.
د مارچ ۲۲ مه نېټه د پډیکل مثبتې ازموینې خبر یوه ورځ وروسته له هغې ورکړل شو چې د ډیلي کاپیټلز مهم لوبغاړی «اکسر پټیل» په کرونا اخته شو او قرنطین ته ولیږل شو.
په ورته وخت کې د هند کرکټ ادارې مشر سارو ګنګولي تایید کړه چې د روان ۲۰۲۱م کال سیالۍ به له هېڅ ډول خنډ او ځنډ سره مخ نه شي او د ټاکل شوي مهالویش سره به سم په مخ ولاړ شي.
په وروستیو کې د کرونا وایروس د نورو ورزشونو ترڅنګ په نړیوال کرکټ او لیګونو کې هم منفي اغېز کړی چې د پاکستان سوپر لیګ دوه ځله د همدغه ناروغۍ له امله وځنډول شو.