نړیوال کریکټ

بنګله دیش کرکټ بورډ د بیټینګ روزونکی په خپل ځای پرېښود.

د بنګله دیش کرکټ بورډ اجرایوي مشر «نظام الدین چودري» د دوشنبې په ورځ تایید کړه چې د بنګله دیشۍ کرکټ لوبډلې مشاور روزونکی «جون لیوس» تړون د سریلانکا د سفر تر پای پورې غزول شوی دی.

اجرایوي مشر زیاته کړه چې موږ د سریلانکا سفر ته د هغه تړون غزولی دی، ځکه چې اوس موږ لنډ وخت لرو او د سریلانکا سره لړۍ ترسره کوو، له دغه لړۍ وروسته به موږ د خپل راتلونکی عمل پرېکړه وکړو.

بنګله دیش کرکټ بورډ جون لیوس د دوی دوه، دوه اړخیزو سیریز لپاره چې په ترتیب سره د ویسټ انډیز او نیوزیلینډ خلاف ترسره شوې جون لیوس د توپ وهنې روزونکي په توګه وټاکه وروسته لدې چې پخوانی روزونکی «کریګ مک میلن» د شخصي دلایلو له امله د بنګله دیشۍ لوبډلې سره مل نه شو.

ټاکل شوې ده چې بنګله دیشۍ کرکټ ملي لوبډله به روانه اپریل میاشت کې د دوه ټیسټ او درې یو ورځنۍ سیالۍ په موخه سریلانکا ته سفر وکړي.

نور خان اشنا

خوست ولایت کې د افغان کریک انفو خبریال او د افغان کریک انفو د لوبو د لایف خپرولو مسؤل

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې