مرکې

انیل کمبل: د شاه روخ خان په لیدو ماته کېرن پولارډ رایادیږي

د پنجاب کینګز لوبډلې مشر روزنکي انیل کمبل په خپلو تازه څرګندونو کې ویلي چې د لوبغاړي شاه روخ خان په لیدلو ماته کېرن پولارډ راپه یادیږي زه فکر کوم زموږ شاه روخ خان د غټو او لوړو شاټونو د وهلو وړتیا لري، هغه اوس مهال په تمریناتو کې شه لوبیږي.

شاه روخ خان هندوستانی کرکټر دی چې سږکال ای پي ایل بولي کې د پنجاب کینګز لوبډلې لخوا د ۵.۲۵ کروړه هندي پیسو په مقابل کې واخستل شو او اوس ددې ټیم روزنکی وایي چې ډیر ښه لوبیږي.

د نیوز اتلس کرکټ ویب سایټ د معلوماتو له مخې چې کمبل نوموړی د ویسټ انډیزي کېرن پولارډ سره پرتله کړی دی او ویلي هغه د پولارډ په څېر د لوړو او اوچتو شاټونو وړتیاوې لري، پولارډ هغه لوبغاړی دی چې په شل اوریزه لوبو کې یې یوه اور کې شپږ شپږيزې هم وهلي دي.

کمبل ویلي چې” شاه روخ خان ماته کېرن پورلاد رایادوي کله چې زه له ممبیي انډینز سره وم پولارډ هلته په نیټ کې ډیر تکړه و ماهغه ته د تمرین پر مهال هرقسم توپ اچونه کوله خو هغه بال لوبوه اوس شاه روخ خان هم د هغه په څېر دی او په لیدلو یې راته پولارد رایادیږي.

ریحان الله ممتاز

ریحان ممتاز د لغمان ولایت مرکز اوسېدونکی دی، له ژورنالېزم پوهنځي فارغ او په هندوستان هېواد کې د ژورنالېزم په برخه کې د ماسټري زده کړې کوي. له موږ سره فعال ورزشي خبریال دی.

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې