لیګونه

آی پي ایل: په وانخیدي کریکټ لوبغالي کې ۳ نوي قضیې ثبت شوې

د هندوستان غوره لیګ ته که څه هم په شمار ورځې پاتې دي، خو له بلې خوا د ممبۍ په وانخیدي کریکټ لوبغالي باندې د کرونا څپې دوام لري او تازه درې نورې قضیې په دغه لوبغالي کې ثبت شوې دي.

د ممبۍ کریکټ ټولنې یوې سرچینې دغه خبره تایید کړې ده او زیاته یې کړه، چې د دوی دوه ځمکنې یا د لوبغالي کارمندان او یو هم فلمبر د کرونا لپاره مثبته ازموینه ورکړې ده.

د یادولو وړ ده، چې له دې مخکې ۱۰ ځمکني کارمندان د کووېډ – ۱۹ لپاره مثبت موندل شوې وه. چې دوی ډېر ژر قرنطین شول او له یو څه وخت بعد وروسته یې پایلې منفې راغلي. تمه ده چې سږ کال به د ای پي ایل لسو لوبو لپاره ممبۍ هم کوربه وي.

خو له بلې خوا ورته حالت دا سیالۍ خنډ او ځنډ سره هم مخ کولی شي او ممکن چارواکي د دغه سیالیو ځای له ممبۍ بدل کړې. په ورته وخت کې اړونده چارواکي وایي، چې دوی به د ای پي ایل سیالۍ همدلته په ممبۍ کې ترسره کوي او مهالویش کې به بدلون نه راځي.

محمد شبیر حسن زي

محمدشبیرحسن زي د چپرهار ولسوالۍ او د ننګرهار ولایت اوسېدونکی دی خپلي ژورنالېزم زده کړي یې په همیشه بهار راډیو تلویزون کې ترسره کړي او په سپورټ برخه کې له افغان کریک انفو سره دنده ترسره کوي.

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې