
یو ځل بیا وخت را رسیدلی چې د افغانستان بیرغ ورپوو
د افغانستان د کرکټ د ملي لوبډلې چټک بالر دولت ځدران له ډېرې مودي وروسته په خپله رسمي فیسبوک پاڼه لیکلي، زه د کرکټ نه یو څه وخت لري وم، خو اوس د دې وخت نه دی چې مونږ له لوبډلې لري پاتي شو، دا هغه وخت دی چې مونږ یو ځل بیا د افغانستان بیرغ په ټولو نړیوالو میدانونو کې ورپوو،
د افغانستان د کرکټ د ملي لوبډلې دغه چټک بالر چې له ډېرې مودي وروسته یې یوځل بیا خپل تمرینات پیل کړي انتظار باسي تورڅو په راتلونکې نړیوال شل اوریزه جام کې د افغانستان لپاره ولوبیږي،
افغانستان کرکټ لوبډله چې اوس مهال ورته یو ځل بیا چټک توپ اچونکی حمید حسن راستون شوی ممکن د دولت د راتلو چانسونه ډېر کم ولیدل شي،
افغانستان کرکټ بورډ لا تراوسه د دولت ځدران په اړه څه نه دي ویلي چې نوموړی یې ولي دومره ډېر وخت له لوبډلې څخه لري وساته سره د دې چې افغان لوبډله د فاسټ بالرانو د پوره کمښت سره مخ ده.