
کلارک : پټ کومینز دي د درې واړو فارمټو لپاره لوبډلمشر شي
د استرالیا کرکټ لوبډلې پخواني لوبغاړي مایکل کلارک په یو بیان کې ویلي،
زه غواړم راتلونکی لوبډلمشر چټک بالر پټ کومینز وټاکل شي که چيرته هغه د لوبډلې د درې واړو فارمټو لپاره لوبډلمشر وټاکل شي نو دا به غوره پرېکړه وي زه پوهیږم چې هغه ځوان دی خو هغې سره به پخواني لوبغاړي په لوبډله کې وي او تري مشورې به اخلي په اوس وخت کې د پټ کومینز نه بل مناسب لوبغاړی په استرالیا لوبډله کې نشته چې لوبډله په درې واړو فارمټو کې رهبري کړي،
دا خبرې وروسته له هغې په استرالیا کرکټ بورډ کې تودي شوې چې کله هندۍ لوبډلې د اجینکا ریحاني په لوبډلمشرۍ استرالیا ته په ټيسټ لوبو کې په خپل کور کې ماته ورکړه،
د دې څخه وړاندې هم پخواني لوبډلمشر سټیو سمیت هم خوښې ښودلی وه چې یو ځل بیا د استرالیا لپاره لوبډلمشري وکړي، سمیت ویلي و که ټاکونکې ډلګۍ پري د بیا ځل لپاره باور وکړي نو د استرالیا لپاره بیا لوبډلمشرۍ ته چمتو دی.