دلوبغاړو په اړهنړیوال کریکټ

ډي کوک،فخر زمان د پام اړولو پر مهال اوټ کړ،ای سي سي قانون څه وایي؟

که څه هم د سویلي افریقا او پاکستان ترمنځ دوهمه یو ورځنۍ سیالۍ کې پاکستان له ماتي سره مخ شو،خو پاکستاني اوپنر فخر زمان زبردسته لوبه پکې ترسره کړه او په یوازې ځان یې ۱۹۳ منډې جوړې کړې.

د سویلي افریقا لخوا د ۳۴۲ منډو هدف پوره کول اسانه کار پدې نه وو،چط پاکستان په ۲۵ اورونو کې ۱۲۰ منډې درلودې او پنځه مهم لوبغاړي یې له لاسه ورکړي وو.

خو یوازینی لوبغاړی فخر زمان وو چې تر وروستیو پورې تسلیم نشو او نوموړي خپلې بریدګرې لوبې ته دوام ورکړ.

نوموړي په ۱۵۵ توپونو د ۱۸ څلوریزو او ۱۰ شپږیزو په مرسته ۱۹۳ منډې جوړې کړې.خو نوموړی د غبرګې سلیزې په ارمان کې د ډي کوک لخوا په دوکې سره په منډه کې اوټ کړل شو.

نوموړی د لوبې وروستي اور په لومړي توپ سره د ډبل منډې جوړولو په هڅه کې وو،خو نوموړی د ډي کوک لخوا پداسې شان سره دوکه شو چې اشاره یې توپ اچونکي ویکټ په لوري وه،چې ګواکې فیلډر د توپ اچوونکي ویکټ په لوري ګذار کوي،کله چې فخر زمان مخ پسې واړوه او پام یې هغه ته شو،نو په ارمان کې د ډي کوک لخوا رن اوټ کړل شو.

آیاد ډي کوک چلند بې قانونه وه؟

کوم څه چې پدې لوبه کې یې د خلکو پام یې ځانته را واړوه،هغه د کوینټن ډي کوک سلوک وو.چې فخر زمان یې پدې اشارې سره تیر ایسته چې ګواکې فیلډر په (نان سټرایک) ویکټ باندې ګذار کوي او پدې وخت کې فخر زمان هم د خپل ملګري په طرف مخ اړوي او نوموړی په دوکې سره په منډه کې د ډي کوک لخوا اوټ کیږي.

د کرکټ نړیوالې شورا د هغه قوانینو له مخې چې په ۲۰۱۷ کال کې د ایم سي سي لخوا وضع شوي.د یادو قوانینو د (۴۱ فصل ۵ ماده) کې ویل شوي چې په قصدي توګه د توپ وهونکي تیر ایستل،همداشان د فیلډر لخوا د دوکې هڅه او دیته ورته نور اعمال چې د لوبې خلاف وي،ممنوع دي او که څوک ترې سرغړونې کړي.لوبڅاران به یې په اړه د دواړو لوبډلو کپتانانو ته خبر هم ورکوي.

په یاد قانون کې دا هم ویل شوي،چې د قانون څخه سرغړونې په بدل کې باید مجرمې لوبډلې ته ۵ منډو ورکولو سزا ورکړي.

د کرکټ شنونکو په وینا که چیرې یاد قانون په دوهمه لوبه کې پلی شوی وای،پاکستان مجموعي منډو کې به په ۵ منډې اضافه شوي وی.که څه چې پایله یې د پاکستان په ګټه تللي هم نه وی.

د دوی په وینا د ډي کوک یاده کړنه د کرکټ د روحیې خلاف کړنه وه.

عزیزالله عزیزي

نور خان اشنا

خوست ولایت کې د افغان کریک انفو خبریال او د افغان کریک انفو د لوبو د لایف خپرولو مسؤل

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې