ریکارډونهنړیوال کریکټ

پښتون لوبغاړي فخر زمان ستر ریکارډ ثبت کړ.

د پاکستان لوبډلې پیلیز توپ وهونکي «فخر زمان» بکشنبه د اپریل څلورمه نېټه د سویلي افریقا لوبډلې خلاف لوی ریکارډ ثبت کړ.

د سویلي افریقا لوبډلې ۳۴۲ منډو په ځواب کې پاکستان لوبه پیل کړه که څه هم چې نور لوبغاړي یې بېواسه وو خو پښتون لوبغاړي فخر زمان د ۱۷ څلوریزو او ۱۰ شپږیزو په مټ په.۱۵۵ توپونو «۱۹۳» منډې وکړې او اخري اور کې رن اوټ شو.

دا دې کرکټ په تاریخ لومړی لوبغاړی دی چې د یو ورځنیو سیالیو په تعقیب یا دوهم اننګز کې دومره زیاتې منډې جوړوي.

له فخرزمان وړاندې استرالیاوي الراونډر «شین واټسن» په ۲۰۱۱م کال کې د بنګله دیش خلاف دوهم اننګز یا تعقیب پر مهال «۱۸۵» منډې جوړې کړي وې.

باید ووایو چې پرونۍ لوبه د فخر زمان ۱۹۳ منډو سره سره هم سویلي افریقا لوبډلې د ۱۷ منډو په توپیر وګټله.

نور خان اشنا

خوست ولایت کې د افغان کریک انفو خبریال او د افغان کریک انفو د لوبو د لایف خپرولو مسؤل

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې