دلوبغاړو په اړهنړیوال کریکټ

په لومړي ځل کرکټ کې جوړه وروڼو په همدې ورځ لوبه کړي وه.

سټيو ووګ او مارک ووګ دوه هغه جوړه وروڼه وو چې په لومړي ځل په ۱۹۹۱ میلادي کال په همدې ورځ یې د اسټرالیا کرکټ ملي لوبډلې لپاره ټيسټ لوبه ترسره کړه.

یاد دواړه لوبغاړي په لومړي ځل د ویسټ انډيز خلاف په دریمه ټیسټ لوبه کې راڅرګند شول.

سټیو ووګ په لومړي اننګز کې ۲۶ منډې جوړې کړې،خو دوهم اننګز ته نوبت ور ونه رسیده. بل ورور مارک ووګ یې په لومړي اننګز کې ۶۴ منډې جوړې کړي وې.یاده لوبه د دواړو لوبډلو ترمنځ مساوي پای ته رسیدلي وه.

سټيو ووګ په لومړي ځل په ۱۹۸۵ میلادي کال کې د هندوستان خلاف په ټيسټ لوبه کې راڅرګند شوی وو،خو مارک ووګ په ۱۹۹۱ میلادي کال کې د انګلستان خلاف په لوبه کې راڅرګند شوی وو.

خو دواړو وروڼو لدې وړاندې یو ځای لوبه د اسټرالیا لپاره نه وه ترسره کړې.

مارک ووګ او سټيو ووګ د اسټرالیا لپاره په ګډه ۱۰۸ ټيسټ لوبې ترسره کړې،سټيو ووګ د اسټرالیا لپاره ټولټال ۱۶۸ ټيسټ او ۳۲۵ یو ورځنۍ لوبې ترسره کړي وې،خو مارک ووګ بیا ۱۲۸ ټيسټ او ۲۴۴ یو ورځنۍ لوبې لوبولي وې.

سټيو ووګ وروسته د اسټرالیا کرکټ ملي لوبډلې یو پیاوړی کپتان پاتي شو او دده په مشرۍ کې اسټرالیا کرکټ ملي لوبډلې د ۱۹۹۹ میلادي کال نړیوال جام اتلوالي هم خپله کړه.

عزیزالله عزیزي

نور خان اشنا

خوست ولایت کې د افغان کریک انفو خبریال او د افغان کریک انفو د لوبو د لایف خپرولو مسؤل

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې