نړیوال کریکټ

پاکستانی ورو توپ اچونکی د پاتي سیالیو څخه بې برخې شو

د پاکستان د کرکټ د ملي لوبډلې ورو توپ اچونکی شاداب خان د پاتي سیالیو څخه محرومه شو،


پاکستان اوس مهال د جنوبي افریقا کرکټ لوبډلې سره په سیالیو بوخته ده تر دې دمه افریقا هم یو لوبه او پاکستان هم یوه پنځوس اوریزه لوبه ګټلې دريمه پنځوس اوریزه لوبه به د روانې میاشتې په اومه نېټه ترسره کړي،


پاکستان کرکټ بورډ په یو خبر کې ویلي چې شاداب خان په دوهمه لوبه کې سخت ټپي شو چې په راتلونکو سیالیو کې به د پاکستان په ګټه ونه لوبیږي،


پاکستان کرکټ بورډ همدا راز ویلي چې د شاداب خان ټپ زیات ژور دی هغه به د افریقا سره سره د زیمبابوې پروړاندې هم د پاکستان په ګټه ونه لوبیږي شاداب د پاکستان لپاره په یوه سیالۍ کې په توپ وهنه کې ۱۳ او په بله کې یې بیا ۳۳ منډې جوړي کړي.

لعل خان ګوهر

لعل خان ګوهر پکتیکا ولایت یوسف خیل ولسوالی میست کلی اوسیدونکې دافغان کریک انفو بنسټګر

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې